فیسبوک په «۲۰۲۰م» کې بازار ته نوې کرنسي وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ټولنیزو شبکو مشهورې ویبپاڼې فیسبوک په یوه تازه اعلان کې ویلي چې په ۲۰۲۰م کال کې به د لیبرا په نوم نوې کریپټو کرنسي یا ډیجیټل کرنسي د عام استعمال لپاره وړاندې کړي چې د فیسبوک او واتساپ له لارې به لیږل کیږي.

فیسبوک ویلي چې لیبرا کرنسي به د ډیر کم محصول پر مقابل کې لېږل کیږي، همدا ډول په دویمه مرحله کې به لیبرا کرنسي د افلاین استعمال لپاره هم برابره شي، لکه د بیلونو جمع کول، سودا کول او ترانسپورت.

 

فیسبوک دا کرنسي د بټ کواین په بدل کې وړاندې کوي چې کاروونکي به د ډیجیټل لارې ته ترې کار اخلي.

د چارو کارپوهان وایي چې فیسبوک د لیبرا کرنسي په وړاندې کولو سره غواړي خپل ۱.۷ میلیارده کاروونکي له لاسه ورنکړي، فیسبوک هم ویلي چې دوی غواړي هغو کسانو ته بانکي اسانتیاوې برابرې کړي چې مبایل لري خو په بانک کې اکاونټ نه لري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د