افغانستان

عبدالله عبدالله: زلمی خلیلزاد د افغانانو له هیلو سره د سمې سولې په لټه کې دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د افغانستان د سولې په برخه کې د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» هڅې ستایلې او ادعا یې کړې چې، نوموړی د داسې یوې سولې لپاره هڅې کوې چې د افغانانو له ارمانونو سره به سمون خوري.

عبدالله عبدالله چې په کابل کې یې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت رابلل شوې غونډې ته خبرې کولې وویل « د یوې باعزته، پایدارې او د افغانانو له هیلو سره سمې سولې لپاره اړینه ده څو په هیواد دننه د سولې په تړاو دریځ او غږ یو شي او هغه کسان چې په دې برخه کې شته فرصتونه له منځه وړي د خدای او افغان ملت په وړاندي به سرټيټي وي».

نوموړي زیاته کړه « هغه لګښتونه چې موږ یې په جګړه کوو که د افغانستان د پرمختیا لپاره ولګول شي، هیواد به غوره راتلونکې ولري، جګړه د انساني تلفاتو، مرګ او ژوبلې تر څنګ د اقتصادي او ترانزیتي پرمختیا په وړاندې خنډونه زېږوي او  په جګړه ئیز حالت کې د سولې، ودې او اقتصادي مخکښۍ فرصتونه له لاسه وزي او هیواد په سیمه کې وروسته پاتې کېږي ».

د عبدالله په خبره؛ که ګاونډي هیوادونه غواړي ګټې یي تامین شي، د افغانستان جنګ ته دې لمن نه وهي ځکه جګړه د هغوی ګټې نشي تامینولای.

اجرائیه رئیس داسې مهال د سولې په تړاو د زلمي خلیلزاد له هڅو ملاتړ کوي چې، د حکومت بل مشر «اشرف غني» بیا تر ډېره له دې هڅو ناخوښه ښکاري او ملاتړو چارواکو یې په بیا، بیا له خلیلزاد سره د مخالفت ناکامه هڅه هم کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x