د ټاکنو خپلواک کمېسیون: ارګ مو په چارو کې لاسوهنه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، په ارګ کې له ولسمشر غني را چاپېرې کړۍ مو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او د ځینو قانوني کړنو مخه یې  ډب کړې.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یوه چارواکي « مولانا محمد عبدالله» چې په کابل کې یې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل « په ارګ کې د ولسمشر غني په شاوخوا راچاپېره کړۍ مو په چارو کې لاسوهنه کوي او د ځینو قانوني مقرریو اسناد یې ځنډولي خو ځیني غیرقانوني ګمارنې یې په ډېره بیړه سرته رسولي».

نوموړي زیاته کړه « په مشخص ډول زه په ولسمشر تور نه پورې کوم او نه هم مشخص کس یادولای شم، خو په ارګ کې داسې کسان شته چې زموږ د کارونو مخه ډب کوي او د ځینو داسې کسانو د ټاکلو امرونه رالېږي چې زموږ له لوري په اخستل شوې ازموینه کې ناکام و».

د عبدالله په خبره؛ ارګ باید زموږ په چارو کې له لاسوهنې او د فاسدو اشخاصو له ټاکل کېدو لاس واخلي او که داسې ونشي ولسمشریزې ټاکنې به بحران ته ولاړې شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون داسې مهال په خپلو چارو کې د ارګ د لاسوهنې راپورونه خپروي چې، نن ورځ په رڼو ټاکنو باندې د څار بنسټ «فیفا» هم څرګنده کړې وه چې، ډير امکان لري ولسمشریزې ټاکنې یو ځل بیا وځنډېږي.

د فیفا رئیس، د پلان نشتون، د ټاکنو ترسره کولو ته نه ژمنتیا او د کمېسیون دننه پراخ اختلافونه هغه ټکي وبلل چې، په وینا یې؛ د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ احتمال غښتلی کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د