پاکستان د افغان سولې په تړاو غونډه رابولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): پاکستان تمه لري د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو بین الافغاني ناستې ته د ورته غونډې کوربه توب وکړي.

طلوع نیوز د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکوي چې، یادې غونډې ته د اشرف غني لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د اجرائیه ریاست مرستیال محمد محقق، ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند حنیف اتمر، د بلخ پخوانی والي عطاء محمد نور، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او ګڼ شمېر نور افغان سیاستوال او مخکښ حکومتي چارواکي بلل شوي.

راپور زیاتوي، لا هم څرګنده نه ده چې د بلل شوو کسانو له ډلې کوم به یې په یاده غونډه کې برخه اخلي، خو پخواني ولسمشر ته نږدې سرچیني وايي، نوموړی په دې غونډ ه کې ګډون نه کوي او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني به بیا یادې ناستې ته خپل استازي لېږي.

د حزب اسلامي یوه غړي طلوع نیوز ته ویلي چې، د حزب اسلامي رهبري به په یاده غونډه کې د برخې اخستلو لپاره پاکستان ته ځي.

د محمد حنیف اتمر د ټاکنیز ټیم ویاند «قادرشاه» بیا وايي، ټیم یې په دې کار کوي څو د یادې غونډې په اړه بشپړ جزئيات تر لاسه کړي او تر هغه وروسته د ګډون او یا نه ګډون پریکړه وکړي.

محمد محقق ته نږدې کس محمد نقي طلوع نیوز ته ویلي چې، یاده غونډه به د مسکو د بین الافغاني ناستې په څېر وي او ګڼ شمېر سیاستوال به پکې د برخې اخستلو لپاره اسلام اباد ته ولاړ شي.

بل لور ته؛ طلوع نیوز په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند له قوله لیکي چې، دوی یادې غونډې ته نه دي بلل شوي.

پاکستان داسې مهال د افغان سولې په تړاو د یوې غونډې تابیا نیولي چې، په دې وروستیو کې د یاد هیواد او ګډ حکومت د چارواکو تر منځ لیدنې زیاتې شوي او داسې څرکونه شته چې، څرګندوي د ګډ حکومت اړیکې له اسلام اباد سره د رغېدو لور ته ګام اخلي.

څه موده وړاندې د ګډ حکومت د ملي امنیت شوار سلاکار محب اسلام اباد ته تللی وو او د فوځ د مشر په ګډون یې ګڼ شمېر چارواکي د افغان سولې او پولې د مدیریت په تړاو غږولي وو، ورپسې د بهرینو چارو وزرا ت د مرستیال «ادریس زمان» په مشرۍ یو پلاوي پاکستان ته سفر وکړ او اوس  تمه ده د روانې میلادي میاشتې په ۲۷ نېټه حکومت مشر «اشرف غني» هم پاکستان ته ولاړ شي او په وینا یې له یاد هیواد سره د اړیکو نوی «باب» پرانېزي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

تر دې پوري مي د فارسي ژبو ورونڼو دا متل را په ياد سو چي وايي: « قصاب که زياد شد گاو مردار شد». د ګران او زړه ته راتېر هيواد افغانستان په چارو کي زموږ کورنيو او بهرنيو دښمنانو ته د تر پخوالا زياتو لاسوهنو لپاره موقع او بلني ورکول کيږي. داسي ښکاري چي د افغانستان د سولي په اړه د بېلو بېلو خوا وو او اشخاصو رسنيزي ناندرۍ او ضد ونقيض ، کله هيله بخښونکي او کله ناهيلي کوونکي خبري د امريکايانو له خوا د مظلومو او سولي ته تږو او سترګي څلور سوو افغانانو سره يو ډول… نور لوستل »