نعتيه غزل؛ چنار ټکور

چنار ټکور

مابه ومنې کنه ډک له عصیان یم
محمده ! مدېنې ته در روان یم

زما اوستا ترمنځ توپیر خو څه کم نه دی
ته بادشا زه خاک غبار د بیابان یم

له غربته مي د تن جامې پلورلې
یو وګړی د غریب افغانستان یم

په زاریو په نوحا درځم حبیبه
د ګناه پېټي دروړم ستړی ستومان یم

د ژوندون په کږ لېچونو کې ايسار یم
زه له ټولو نه کمزوری مسلمان یم

ملامت د خپل وجدان په محکمه کې
سر مي ځوړند په خپل کړنو پښېمان یم

نه د چا د سترګو تور لکه رانجه شوم
نه (ټکور) د خپل وجود شوم نه درمان یم

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د