افغانستان

د امریکا سفیر: د ولسي جرګې جنجال د سرتېرو په روحیه ناوړه اغېزه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر د ولسي جرګې له وروستیو جنجالونو او فزیکي شخړو سر ټکولی او په وینا یې، نوموړی د ولسي جرګې دې کړنو سخت ناهیلی کړی.

جان بس چې په کابل کې یې د رسنیو له همکارانو سره خبرې کولې وویل « د افغانستان د پارلمان وروستۍ شخړې ناهیلي کوونکي او ښيي چې هغوی خپله دنده په ښه توګه نه ده اداء کړې».

نوموړي زیاته کړه « په داسې حال کې چې امنیتي سرتېري د جګړې په ډګر کې قرار لري او کورنۍ یې په وېره کې ژوند تېروي، د ولسي جرګې جنجالونه د هغوی په روحیه باندې ناوړې اغېز لری».

د بس په خبره؛ د ولسي جرګې غړي یو شمېر غړي د ملي مسائلو په ځای شخصي ګټو ته ترجیح ورکوي خو نور نه ورته ښايي او غوره به وي چې د ولسي جرګې د ټاکل شويو استازو په حیث ځان ملت ته وړاندې کړي.

د امریکا سفیر داسې مهال د ولسي جرګې له جنجالو تنګ راغلی چې، د پارلمان د ریاست په جنجال کابو دوې میاشتې اوښتې خو لا هم ندی حل شوی.

تېره ورځ هم د جنجال دواړو غاړو له یو بل سره تر لفظي شخړي وروسته فزیکي شخړه کړې وه او تر منځ یې د ولسي جرګې چوکۍ او مېزونه مات شوي وو.

د ولسي جرګې چارواکو لا هم د جان بس خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

افغان سرتیری اصلاٙٙ روحیه او مورال نلری. حتی هغه بیچارګان په دغه هم نه پوهیږی چی ولی، دڅه دپاره اود چا د پاره جنګ کوی. فقط هغه میاشتنی معاش یی غنیمت بللی دی. اوهغه معاش هم که غلو خپلو جیبو ته وا نه چاوه. اوکه غلو خپلو جیبو ته واچاوه. نو دغه سرتیری بیا ولسی خلک شکوی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x