افغانستان

زلمی خلیلزاد قطر ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» له طالبانو سره دلیدنې په موخه قطر ته رسېدلی.

د قطر دفتر ته نږدې سرچینو «نن ټکی اسیا» ته په خبرو کې دوحې ته د خلیلزاد ورتګ ومانه او زیاته یې کړه چې، ددې سفر په ترڅ کې د طالبانو او خلیلزاد تر منځ یوه غیر رسمي ناسته هم ترسره شوې.

زلمی خلیلزاد داسې مهال له طالبانو سره د خبرو په موخه قطر دفتر ته ورځي چې، تر سفر وړاندې یې د طالب ویاند په وړاندې د ټويټونو په لړۍ  کې د دواړو لورو تر منځ یو سوړ چلند او ظاهري تقابل تر سترګو شوی.

دوه ورځې وړاندې د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» په یوه ټويټ کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې « له امریکا سره په خبرو کې څه پرمختګ شوی» ولیکل « امریکا د خبرو په دوران کې منلې چې خپلې ټولې قواوې به له افغانستان څخه وباسي او بیا ځلې به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي».

د طالب ویاند تر دې ټويټ یوازې څو ساعته وروسته  زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر ولیکل چې، متحده ایالات له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو تړون نه؛ بلکې د سولې د یوې هر اړخېزې تګلارې په لټه کې دي چې، د افغانستان له خاورې نړۍ ته د نه تهدید تضمین، د بهرنیو عسکرو وتل، اوربند او بین الافغاني خبرې له ځانه سره ولري.

د شنونکو په باور؛ شونې ده خلیلزاد له طالبانو سره په رښتیني ډول د بهرنیو عسکرو په وتلو توافق ته رسېدلی وي خو ددې لپاره چې، د ګډ حکومت په بنسټونو کې ویره او وارخطايي خپره نه شي وخت ناوخته د سولې د هر اړخیزې تګلارې او په مذاکراتو کې د ګډ حکومت د ورګډولو ادعاوې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x