افغانستان

امریکایي او دولتي عسکرو د داعش محاصره مشران د الوتکو په مټ خوندي ځایونه ته وړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): په کنړ ولایت کې له څو ورځو راپدیخوا طالب جنګیالیو د ځايي اوسېدونکو په مرسته په سیمه کې مېشت داعشیان تر اور لاندې نیولي او د جګړې په ترڅ کې یې د هغوی لسګونه جنګیالي وژلي.

تېره ورځ کله چې، طالبانو په داعش جنګیالیو باندې د محاصرې کړۍ تنګه کړه، سیمې ته سلګونه پیاده دولتي عسکر او لسګونه امریکايي الوتکې راورسېدلي او داعش محاصره مشران یې د طالبانو له منځه د الوتکو په مټ خوندي ځایونو ته یوړل.

طالب ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو خپره کړې اعلامیه کې لیکلي « کله چې د کنړ اکثره سیمې د داعشي فتنه ګرو څخه پاکې شوې، او د هغوی مهم مشرانو او افرادو د کنړ ولایت نورګل ولسوالۍ مزار درې اړوند کرچندو سیمې ته پنا یوړه او هلته سره راټول شول، نو تیره شپه د امریکايي اشغالګرو تر لسو ډيرې الوتکې او هلیکوپترې او د کابل ادارې سلګونه ځمکني عسکر په ټانګونو کې د مزار درې سیمې ته ورغلل اوهلته تر محاصره لاندې د داعشي ملیشو مهم مشران، افراد، کورنۍ، وسلې او مهمات يې په الوتکو کې پورته کړل او د مجاهدینو له بریدونو او نیولو څخه يې وژغورل».

اعلامیه وړاندې زیاتوي « دا څوم ځل دی چې په مختلفو ولایاتو کې د امریکايي اشغالګرو لخوا تر محاصره او برید لاندې داعشي ملیشي ژغورل کيږي او امریکايي بیسونو او مراکزوته انتقالیږي، دغه جنایت په داسې حال کې ترسره کیږي چې همدا اشغالګر امریکايان او د هغوی کورني تالۍ څټۍ وخت په وخت له داعش سره د مبارزې خبرې کوي او د داعش له نوم څخه په استفاده غواړي اشغال ته د پايښت فرصت تر پیداکړي»

د اعلامیې له مخې؛ زموږ مسلمان ملت او ټوله نړۍ باید آګاه واوسي چې په افغانستان کې د داعش په نامه فتنه ګرې ملیشې، چې په بې رحمۍ سره ملکي خلک، علماء کرام او قومي مشران وژني او په ښارونو کې په غیر موجه ډول په مساجدو، اولسي غونډو، تجمعاتو او ملکي اهدافو باندې بې رحمانه بریدونه او چاودنې کوي، تر شا يې د امریکايي وحشي اشغالګرو لاس دی او ګام په ګام يې تمویل او حمایت کوي»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x