افغانستان

ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د شمېر دکمولو خبر ورکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» په افغانستان کې د شته امریکایي عسکرو د شمېرکمولو خبر ورکړ.

ډونالډ ټرمپ له «ټایم» مجلې سره په خپله وروستۍ مرکه کې وویل « کله چې زه ولسمشر شوم موږ په افغانستان کې ۱۶ زره سرتېري درلودل خو اوس هلته ۹۰۰۰ سرتېري شته او موږ به یې شمېر ۸۰۰۰ ته را کم کړو».

ټرمپ زیاته کړه « د ادارې غړي مې په افغانستان او منځني ختیځ کې نښتو ته نه ورټېل وهي خو پرته له شکه په افغانستان کې دننه هم یو غوره څه پېښېدونکي دي».

د ټرمپ په خبره؛ زه غواړم له دې ناپایه جګړو راووزم او له زیاتې مودې مې په همدې برخه کې کمپاین هم کړی، موږ له ۱۹ کلنو راهیسې په افغانستان کې یو او زیاته شتمني مو هلته بایللې».

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر داسې مهال په افغانستان کې د خپلو عسکرو د شمېر راکمولو خبر ورکوي چې، استازي یې له طالبانو سره د مذاکراتو په بهیر کې دي او تمه ده له طالبانو سره په لنډ وخت کې اووم پړاو مذاکراتو ته هم کښېني.

که څه هم د تېرو شپږو پړاوونو جزئيات او پرمختګونه تر ډېره د رسنیو له له سترګو پټ ساتل شوي خو درې ورځې وړاندې طالب ویاند په خپل ټویټر ولیکل چې، له امریکایي استازو سره له افغانستان څخه د ټولو امریکايي عسکرو په وتلو سلا شوی.

نوموړي دا ګام د خپل مذاکراتي بهیر یوه ستره لاسته راوړنه هم وبلله.

که څه هم زلمي خلیلزاد د طالب ویاند د خبرو په غبرګون کې ادعا وکړه چې، د بهرنیو عسکرو د وتلو په توافق پسې نه؛ بلکې د یوې داسې هر اړخېزې تګلارې په لټه پسې راوتلی چې، اوربند، د بهرنیو عسکرو وتل، د افغانستان خاوره د بهرنیو په ضد نه استعمالول او بین الافغاني مذاکرات په ځان کې راونغاړي خو څارونکي باور لري چې، خلیلزاد د پردې تر شا هرڅه تقریبا توافق او  له همدې لارې یوازې غواړي د بهرنیو په اوږو ولاړې د ګډ حکومت ستنې له تزلزل څخه وساتي او د وارخطايي مخه ونیسي.

د شنونکو په قول؛ په داسې یو حالت کې چې، د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته کمه موده پاتې، ټرمپ پرته له دې چې د کابل حکومت برخلیک ته پام وکړي له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو په لټه کې دی چې، په مټ یې نوموړی د امریکايي ملت رایه او باور تر لاسه کولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوالوفاء

ترامپ اگر شمه يي از عقل در سر داشته باشد بايد ديگر يک سينت هم بالای اشرف غني اين ديوانه قدرت ودار ودسته نا اهل او مصرف نه کند. بس است ترامپ ديگر دارايي ملتش را بر اشخاص نابکار هدر نسازد. وبخاطر اين مردک بې خاصيت در آينده پنج سال فرصت خدمت به کشور و هموطنانش را از دست ندهد. اين عاشق قدرت ارزش اين را ندارد که ملت امريکا بخاطر آن از ترامپ ناراض شود و در انتخابات آينده رياست جمهوري به او رای ندهد. اشرف غني منفور ترين وذليل ترين رئيس جمهوري است که ازطرف حکومت امريکا بر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x