
ټرمپ پر ایران د بريد پرېکړه بېرته اخيستې
نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱غبرګولی، ۱۳۹۸ل):امریکايي رسنۍ وايي، د ایران له لوري د امریکا پوځي بې پيلوټه الوتکې له نسکورولو وروسته ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره ورځ د سپينې ماڼۍ له چارواکو او کانګرس غړو سره له مشورې ورورسته پر ایران د برید پرېکړه کړې وه، خو د شپې ناوخته يې دغه پرېکړه بېرته لغوه کړه.
نيويارک ټايمز د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شورا د لوړپوړي چارواکي له خولې ويلي، چې ټرمپ د ا یران پر پوځي اهدافو او د راډار پر بيټريو د بريد امر وکړ، خو کله، چې د ولسمشر له امر سره سم د عملياتو تابيا ونيول شوه، ټرمپ بېرته خپل پوځيان پر ایران له برید کولو راوګرځول.
د نيويارک ټايمز په خبره ټرمپ دا پرېکړه د ایران له لوري د امریکايي پوځي بې پيلوټه الوتکې په غبرګون کې کړې وه.
د ایران حکومت ويلي و، تېره ورځ يې امریکايي پوځي بې پيلوټه الوتکه هغه مهال نسکوره کړه، چې د ایران فضايي حريم ته داخله شوه، خو امریکا وايي، د دوی الوتکه د ایران له فضايي حريمه بهر د هرمز تنګي ته څېرمه ويشتل شوې ده.
د امریکا ولسمشر د دغې بې پيلوټه الوتکې د نسکورېدو په غبرګون کې ويلي و، ایران ډېره ستره تېروتنه کړې.
خو ایراني چارواکي وايي، د هېواد ځمکنی او هوايي حريم د دوی لپاره سرې کرښې دي او هر څوک يې، چې سرغړونه وکړي، دوی به يې پر وړاندې سمدستي غبرګون ښيي.