ورزش

د پاکستان کرېکټ بورډ؛ روزونکي او نور چارواکي ګوښه کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان کرېکټ لوبډله په نړیوال جام کې یو له وروستیو لوبډلو څخه ده چې له پنځه سیالیو وروسته په درې پواینټونو لرلو سره په جدول کې په نهم مقام ځای لري.

د پاکستان مشهورو پخوانیو لوبغاړو، مبصرینو او شنونکو هغه مهال پر خپلې لوبډلې، لوبډلمشر، روزونکو او د غوراوې کمیټې پر چارواکو خوله پرانیسته چې د هند پر وړاندې سیالۍ کې یې ستره ماتې وخوړه.

په دې لړ کې پاکستاني لوبغاړي په یو شمېر تورونو هم تورن شول، د لوبغاړو یوه ویډیو چې ویل کیده د هند پر وړاندې له سیالۍ یوه شپه وړاندې یې په ریستورانت کې شیشه یا په اصطلاح چیلم څکولو په ټولنیزو رسنیو خپره شوه.

که څه هم د لوبغاړو او پاکستان کرېکټ بورډ لخوا ددغې ویډیو په اړه وضاحت وشو او زیاته یې کړه چې دغه ویډیو څو شپې پخوانۍ وه، خو د نورو شنونکو لخوا یې په اړه یو شمېر نورې څرګندونې وشوې.

په روان نړیوال جام کې د پاکستان لوبډلې د غوره توپوهونکو او غوره توپ اچونکو سربېره هیڅ د پام وړ کارکردګي ښکاره نه کړه، چې لوبډلمشر، روزونکي او د غواروي کمیټې یې له توندو پوښتنو لاندې راوستې ده.

وړمه ورځ د پاکستان کرېکټ بورډ په نړیوال جام کې د خرابې کارکردګۍ او په ځانګړي ډول له هند څخه د سترې ماتې په پار په لاهور ښار کې عاجله ناسته درلوده، چارواکو په یاده ناسته کې د لوبډلې پر کارکردګۍ خواشینې وښودله.

د پاکستان کرېکټ بورډ په ناسته کې پریکړه وشوه چې له نړیوال جام وروسته به د لوبغاړو، روزونکو او دغوراوي کمیټې په تېره درې کلنۍ کارکردګۍ بیاکتنه وشي چې په لړ کې به یې له نړیوال جام وروسته د یو شمېر چارواکو او روزونکو په شمول ځینې لوبغاړي کښېنولو امکان وي.

د پاکستان یو شمېر خبري رسنیو د راپورونو له مخې اټکل کړی و چې کرېکټ بورډ به له نړیوال جام وروسته روزونکي او د غوراوي کمیټې ټول چارواکي سر له مخې ګوښه کړي او پرځای به یې نوي چارواکي وټاکل شي.

د یادو ستونزو په لړ کې د پاکستان لوبډلې مشر سرفراز احمد هم له توندو نیوکو سره مخ شوی و، پر لوبډله تور و چې د سرفراز تر مشرۍ لاندې لوبډله خوشحاله نه ده او په داخل کې ډلبندۍ وجود لري.

ددې خبرو د خپریدو سره سرفراز احمد لوبغاړو ته ویلي وو چې «که زه له لوبډلې ویستل کیږم تاسې به هم پاتې نشئ»، د نوموړي دا خبرې په لوبډله کې د ډلبندۍ پر موجودیت کره ثبوت دی.

د یادونې ده چې په نړیوال جام کې نیمه پایلوبې ته د پاکستان وتلو چانسونه کم لیدل کیږي، ددې لپاره به دوی ټولې راتلونکې سیالۍ چې د نیوزیلند، سویلي افریقا، افغانستان او بنګلدیش پر وړاندې دي هرو مرو ګټي، خو له تیرې کارکردګۍ داسې بریښي چې له ګروپي سیالیو وروسته به یې لوبډله ډير ژر هېواد ته راستنه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x