روغتیا

د ډاکټرانو بې پروایي؛ د یوې ښځې په خیټه کې تر «۲۳» کالو قیچي پرته وه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ډاکټرانو بې پروایۍ په اړه په افغانستان کې بې شمېره پېښې رامنځته کیږي چې له کبله یې یو شمېر ناروغان ژوند هم له لاسه ورکوي، خو په یوه پرمختللي هېواد کې د یوې میرمنې له خیټې ۲۳ کاله وروسته قیچي راویستل حیرانونکې ده.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې دغه ډول یوه پېښه په روسیه هېواد کې رامنځته شوې چې د یوې ۶۲ کلنې ښځې له خیټې څخه د عملیاتو په مرسته «۲۳» کاله وروسته قیچي راویستل شوې ده.

راپور زیاتوي چې ۲۳ کاله وړاندې دغې ښځې چې «ایزیتا ګوبیوا» نومیږي عملیات ترسره کړي وو، د عملیاتو پرمهال د ډاکټر د غفلت له کبله قیچي د میرمنې په خيټه کې پاتې شوې وه.

له عملیات څخه وروسته په لومړیو ورځو کې دغې ښځې د خیټې دردونو له کبله ډاکټر ته مراجعه وکړه چې ډاکټر یې د ځیګر ناروغۍ تشخیص وکړ، خو میرمنه زیاتوي چې اوږده موده یې په همدغه کشمکش کې تېره کړه او د درد کمولو لپاره یې درد وړونکي درم کارول.

په دې لړ کې ۲۳ کاله تېر شول چې د میرمنې مسلسل دردونو نور هم زیات شول، چې ډاکټرانو یې معاینه ترسره کړه او له ایکسری کولو څخه وروسته څرګنده شوه چې په خیټه کې یې شپږ انچه قیچي پرته ده.

قیچي د یوه بل عملیات په ترسره کولو راوویستل شوه خو ایزیتا ګوبیوا وایي چې د ډاکټرانو غلطۍ له کبله یې دغه ۲۳ کاله د ژوند تر ترخه کالونو وو چې دې تېر کړل.

په نړۍ کې دغه ډول بېلا بېلې پېښې کیږي چې د روان کال په جنوري میاشت کې په پېښور ښار کې د یوې میرمنې په خیټه کې ۷ کاله وروسته قیچي موندل شوې وه، دغه راز یوه پېښه د هند په حیدراباد ایالت کې هم شوې وه.

ورته لیکنې

Back to top button