نظــر

د ملکي تلفاتو اصلي عاملین څوک دي؟

جاوید علي خېل

په دې ورځو کې د ملکي تلفاتو موضوع یوه له ګرمو او مورد بحث موضوعاتو ګرځیدلې ده. د افغانستان بحران چې په ۴۱ کال ګډیږي، اوږدوالی یې د دې باعث شوی چې زموږ اولس د هر څه په اړه عاطفي چلند وکړي. د غمیزو ډیرښت د خلکو زړونه نري کړي چې اشغالګرو هم دغه حقیقت درک کړی دی نو ځکه یې د ملکي تلفاتو موضوع په رسنیو کې دومره ګرمه ساتلې چې بالاخره یې له زیاتره خلکو اضلي او اساسي موضوعات هیر کړي، او د جګړې په بنیادي عواملو د بحث پر ځای یې د ملکي تلفاتو موضوع برجسته کړې ده.

د امریکا رسنیو تبلیغاتي فضاء داسې عیاره کړې چې که په جګړه کې هر چا ته، له هرې خوا زیان اوړي نو د مسؤلیت ګوته یې طالبانو ته نیسي. دوی طالبان داسې معرفي کوي لکه جګړه چې دوی شروع کړي وي، نو ځکه نه یوازې د جګړې ټول مسؤلیت په طالبانو اچوي بلکې د اوربند غوښتنه او د جګړې د پای ته رسولو خواست هم یوازې له طالبانو کوي.

راځئ دلته دا موضوع وڅیړو چې په روانه جګړه کې د ملکي تلفاتو اصلي عاملین څوک دي؟ کوم اړخ عامه خلکو ته ډیر زیانونه اړوي؟ او د جګړې جرمي مسؤلیت د چا په غاړه دی؟؟ دلته په لنډو د ملکي تلفاتو په اړوند لومړی د طالبانو کردار او مسؤلیت او ورپسې د مخالف لوري ( اشغالګرو او ګوډاګیانو) حالت ارزوو، تر څو عنوان شوې پوښتنې ته ځواب ومومو.

طالبان او ملکي تلفات

که څه هم په رسنیو کې طالبان په دې تورنیږي چې په اصطلاح ( افغان وژنه) یې روانه کړې، ملکي خلک وژني او نور ډول ډول تورونه. مګر په حقیقت کې د افغانستان اوسنی جهاد په ملي او بین المللي کچه هغه جګړه ده چې په خورا لوړ احتیاط او جدیت جهادي عملیات ترسره کیږي نو ځکه یې ملکي تلفات هم د بلې هر جګړې به نسبت کم دي.

زموږ تاسو یاد دي چې د شوروي ضد جهاد په ۱۴ کلونو کې د ولسي افغانانو مرګ ژوبله یو نیم میلیون ته ورسیدله. په عراق د امریکا له برید وروسته په څو کلونو کې تر یو میلیون پورې خلک ووژل شول. د سوریې په جګړه کې هم تر نیم میلیون زیات خلک وژل شوي او تر لس میلیون زیات مهاجر شوي دي. اما د افغانستان اوسنی جهاد چې اتلس کاله یې پوره کیږي د ولسي مرګ ژوبلو، مهاجرت او عامه ناخوالو له درکه یوه استثنایي جګړه ده. د طالبانو لوړ احتیاط، د قومندې وحدت، د عامو خلکو سر او مال ته واقعي پاملرنه او د جهاد د اسلامي آدابو رعایت د دې باعث شوی چې د جهادي عملیاتو ټول تمرکز په دښمن راټول شي او عام خلک حتی الوسع د جهادي بریدونه له اذیت څخه خوندي شي. د طالبانو د همدې لوړ احتیاط او اخلاقي ژمنتیا پایله دا راوتلې چې په اتلس کلنه جګړه کې د ملکي تلفاتو کچه تر سل زره هم نه رسیږي او کوم تلفات چې رامنځته شوي هم مطلق اکثریت یې د مخالف  لوري  لخوا دي نه د طالبانو لخوا.

طالبان په خورا لوړه کچه د ملکي تلفاتو د مخنیوي موضوع ته ژمنتیا لري. په تیرو اتلسو کلونو کې موږ د طالبانو د زعامت داسې پیغام نه دی لیدلی چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي خبره په کې نه وي یاده شوي او عام طالبان دې موضوع ته نه وي متوجه شوي. له دې علاوه طالبانو د نظامي کمیسیون په تشکیل د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ځانګړې اداره جوړه ده چې مستقل تشکیلات، برنامه او د سمع شکایت تیلفوني شمیره لري. دغه اداره روزمره په ژوندۍ بڼه د ملکي تلفاتو موضوع څاري، که له طالبانو تخلف کیږي یا خلکو ته زیان اوړي سمدستي په موضوع کې مداخله کوي او د هرې قضیې په اړه خپل اجرایوي صلاحیتونه په کار اچوي.

په جهادي بریدونو کې د ملکي تلفاتو د کمبود بل علت دا دی چې طالبان اوس خپل ټول عملیات داسې طراحي کوي چې د ملکي زیان احتمال په کې نه وي. د هر فدایي برید نه وړاندې د ملکي تلفاتو د مخنیوي اړخ په دقت سنجول کیږي. په تعرضي بریدونو کې له رسا ویشتونکو، دروبینونو او نورو پرمختللو وسلو استفاده کیږي، په جهادي اړخ کې د ملکي تلفاتو یوازینی عامل ځمکني ماینونه دي، چې اوس زیاتره په ریموټ کنترول شکل عیاریږي، بله دا چې د جګړه ییز وضعیت له بدلون سره چې نور طالبان د چریکي بریدونو په ځای تهاجمي او جبهه یي بریدونه کوي د ماینونو استعمال ته ډیر ضرورت هم نه پیښیږي نو ځکه د طالبانو په بریدونو کې د ملکي تلفاتو کچه تقریبا په نشت حساب ده.

د اشغالګرو او کابل ادارې لخوا ملکي تلفات

همدا اوس که بې طرفه رسنۍ او د  نن ټکی اسیا، عزم او نور سایټونو په شان  سایټونه وڅارئ نو په خبري برخه کې به یې د اشغالګرو او ګوداګیانو لخوا د درنو ولسي مرګ ژوبلو خبرونه ولولئ. په افغانستان کې داسې شپه نه سهار کیږي او نه داسې ورځ بیګا کیږي چې د دښمن ځواکونو به بمبار،چاپو، ډرون بریدونو، مخامخ ډزو، د هاوان بریدونو او نورو بیلابیلو حملو لسګونه ملکي افغانان نه وي وژلي.

په دې وروستیو کې شوې څیړنې او ارزونې ثابتوي چې د دښمن لخوا په دغسې بریدونه کې روزانه تر ۳۰ تنه زیات ولسي افغانان په شهادت رسیږي. هره شپه د ولسي خلکو په کورونو چاپې وهل کیږي. خلک په خپلو کورونو کې په ډزو شهیدانیږي. د چاپو په مهال د خلکو کورونه، دوکانونه، جوماتونه او حتی ښوونځي او کلینکونه په بمونو الوځول کیږي. شخصي شتمنۍ، پیسې او قیمتي توکي یې غلا کیږي او له مرګ ژوبلو علاوه خلک په بې توپیره توګه په چورلکو کې زندانونو ته وړل کیږي.

د ملکي تلفاتو بل عامل ړانده بمبارونه او ډرون بریدونه دي. که په کومه سیمه کې په جګړه کې امریکایي یا داخلي عسکرو ته زیان اوړي، د اشغالګرو الوتکې ولسي کورونه بې توپیره بمباروي او درنې غمیزې رامنځته کوي. له دې علاوه ډرون بریدونه اوس په کلیوالو سیمه کې د هرې ورځې کیسه ګرځیدلې. بې پیلوټه الوتکې په متداوم شکل ګرځي او چې په هر چا یې شک راشي ورباندې برید کوي چې له مله یې تر نیمایي زیاته مرګ ژوبله ولسي خلکو ته اوړي.

د ولسي مرګ ژوبلې بل لوی عامل د داخلي عسکرو د هاوانونو او درنو وسلو ډزې دي. چې په هره سیمه کې د عسکرو په پوسته برید وشي عسکر ورڅیرمه کلیو ته هاوانونه سیخ کړي او بې خریطې ډزې پرې کوي. دغسې ړندې ډزې روزانه ولسي خلکو ته مرګ ژوبلې اړوي. حتی ډیر ځله خو داسې هم پیښ شوي چې یوه هاوان تر شلو پورې ولسي خلک وژلي وي، لکه د هلمند په سنګین کې چې د دښمن د هاوان مرمۍ د واده په مراسمو ولګیدلې او د ناوې په ګډون یې لسګونه ماشومان او ښځې په شهادت ورسول.

دغه ټول حقائق ثابتوي چې د ولسي مرګ ژوبلې اصلي عاملین اشغالګر، د هغوی ګوډاګیان او د هغوی بې رحمه جنګي ستراتيژۍ، بمبارونه او جنګي اخلاقو ته نه ژمنتیا ده. دې ته په پام سره که د جنګ د خاتمې یا اوربند غوښتنه کیږي باید له همدې بهرنیو او داخلي قاتلانو وشي. که له چا سره د افغان ولس د سر او مال د خوندیتوب غم وي باید د ملکي تلفاتو اصلي عوامل وپیژني او د مخنیوي لپاره یې لاس په کار شي. که طالبان بالفرض په یو اړخیز ډول له جګړې لاس واخلي هم، په ملکي تلفاتو کې ځکه کمی نه راځئ چې اصلي وژونکي مخالف لوری دی چې تر ۹۰ فیصده د زیاتو ملکي عاموژنو او جنګي جنایاتو مسؤلیت ورلغاړې دی. نو ځکه د ملکي تلفاتو له موضوع سره د سرسري برخورد په ځای باید واقع بینانه چلند وشي تر څو اصلي عاملین وپیژندل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom afghan

د ملکی تلفاتو اصلی عاملین دا بې وجدانه بې ضمیره خلک دی، چې د یو څو پیسو معاش په بدل کې د امرکه لپاره له ایمانه تیر شول
لکه څرنګه چې نن هیواد وال ورته ملی دافعین وایې اصل کې ملی خاینین دی

د خپل وطن په غیږ د پردو ګټو ته ژمنه
ایا دا ده خپلې مور په سر سودا ده او کنه?

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx