افغانستان

متوکل: د افغان سولې په تړاو ځنډ د ټولو په تاوان دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر وکیل احمد متوکل نن ټکی اسیا ته په یوه ځانګړي پیغام کې وويل چې د افغان سولې په تړاو ځند د ټولو اړخونو په تاوان دی، باید د سولې اړوند چاري چټکې سي او په اړوند یې متعهد اشخاص پر وخت او فعاله رول ولري.

بې اعتمادي او نه باور:

متوکل د طالبانو، امریکایانو او سیاسي اشخاصو تر منځ د روان جریان په اړه ویلي، بې اعتمادي او نه باور یو له هغو مهمو لاملونه څخه دی چې د ټولو اړخونو تر منځ یې د یوه او بل په دریځونو د پوهېدنې مخنیوی کړی دی، له یوه اړخه امریکایان، د کابل چارواکي او سیاسیون په افغانستان کې د خپل راتلونکي نقش په اړه اندېښنې لري او له بله اړخه طالبان هم د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالویش ټینګار لري او د بین الافغاني مذاکراتو سره یې مشروطه وي.

د متوکل په وینا د مذاکراتو په بهیر کې د ځنډ یو لامل داهم دی چې د طالبانو مقابل اړخ د کابل مربوط جهتونه هم یو له بل سره بې باوره دي چې پایله یې بیا هم ځنډ راوزي.

ځنډ د ټولو په تاوان دی:

د بهرنیو چارو پخوانی وزیر چې ډیر وخت د رسنیو څخه لیري تیروي، نن ټکی اسیا ته په خپل پيغام کې وویل، حقیقت دادی چې ځنډ د ټولو په تاوان دی، وخت باید له لاسه ورنه کړل سي، واضح ګامونه باید اوچت سي او موقفونه باید واضح سي.

بین الافغاني خبرې:

د متوکل په وینا له ځنډ پرته د افغانستان د داخلي جهتونو تر منځ باید مذاکرات او خبرې پیل سي، او ددغه کار لپاره دي بیړني ګامونه واخیستل سي، ژر تر ژره دي ګڼ، وړ، او متعهد اشخاص په مشاورتي ډول فعالیت پيل کړي او ملي چاري دي له نیژدو یو له بل سره شریکې او تفصیلاتو باندي خبري وکړي.

باید وویل شي چې د طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد قطر هیواد ته رسیدلی دی او د نن ټکی اسیا د معلوماتو سره سم تېره ورځ یې د طالبانو سره غیر رسمي لیده کاته هم کړي دي.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچینې وویل، طالبانو خلیلزاد ته ګیله هم کړې چې ولي په رسنیو او خپلو مرکو کې د مذکراتو هغه خبرې کوي چې تر اوسه لا باندي توافق نه وي سوی.

تمه ده چې دواړه اړخونه به ډیر ژر د اووم پړاو لپاره رسمي ناسته پیل کړي او د کتونکو په باور په دغه پړاو کې د څه پرمختګ امکان سته.
طالبانو او خلیلزاد د شپږم پړاو وروسته په خپلو مرکو کې ویلي وه چې ددواړو جهتونو تر منځ په تفصیلاتو کې ځیني نکات تر پخوا ښه واضح سوي او توافق هم باندي سوی او نور بحث ته هم اړتیا لیدل کیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
MHA
میلمه
MHA

Only the warlords who were given dollars prior to the Taliban Bombing are against the peace and the coming of Taliban, the rest of the people want peace with the Taliban.In the near future when I find my copy of the book “First In” I will list all the names and the amount of US Dollars they received in Panj-Sher.

هدی
میلمه
هدی

Those who surrender them self to america puppet government, they don’t have the right to advocate from peace in Afghanistan!

Back to top button
Close
Close