نړۍ

د قطر امیر شيخ تمیم بن حمد سبا په دوه ورځني رسمي سفر پاکستان ته ځي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د قطر امیر شيخ تميم بن حمد د پاکستان د صدر اعظم عمران خان په بلنه سبا د شنبې په ورځ اسلام اباد ته په دوه ورځني رسمي سفر ځي.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت ويلي، له شيخ تميم سره به په دې سفر کې د وزيرانو سربېره لوړپوړي چارواکي هم ملګري وي.

نوموړی به اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال له صدر اعظم عمران خان، ولسمشر عارف علوي او نورو لوړپوړو چارواکو سره په دوه اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيکو ځانګړې ناستې وکړي.

پاکستاني چارواکي وايي، له قطري پلاوي سره به يو شمېر مهم سياسي او اقتصادي  تړونونه هم لاسليک کړي.

شيخ تمیم بن حمد تر دې وړاندې په ۲۰۱۵ کال کې هم پاکستان ته سفر کړی و.

پاکستاني چارواکي اسلام اباد ته د شيخ تمیم سفر د دواړو هېوادونو د سياسي او اقتصادي اړيکو لپاره ګټور بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x