شعـــــرونه

غزل؛ قاري سعيد

قاري سعيد

ځئ د رڼا پر لوري ګام واخــلو
غچ د سهار به له ماښام واخلو

خیرکه تیاره مسیر سپوږمۍ نلري
د تتو ستورو به ســــلام واخلو

یابه له دوی او یاله ځــانه څخه
د تیرو کړنو انــــــتقام واخلو

چې ښه په ځیر سره مو وپیژني
د وخت له سترګو به ارام واخلو

د دوی لاسونه به نیزې غورځوي
مونږ به جنډه د القیام واخلو

د پردۍ لارې نــه به ګام اړوو
پل به د خــپل تللی امام واخلو

ځو به په تلو کې به یو ځای سعیده
راسره ستا د شعر پام واخلو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x