نړۍ

امریکا: له افغانستانه د ګواښ نه پېښېدو مسوده نهايي کېدو ته نږدې شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان روانې کشالې د پای رسېدو په تړاو د اووم پړاو خبرو له پيلېدو وړاندې امریکايي چارواکو هيله ښکاره، چې له طالبانو سره د مذاکراتو په جريان کې به له افغانستانه امریکا او نورو هېوادونو ته د ګواښ نه پېښېدو مسوده ډېر ژر نهايي شي.

د امریکا د مشرانو جرګې رئیس رادني هانتر له طالبانو سره د روانو مذاکراتو په اړه رسنيو ته ويلي، له طالبانو سره خبرې مهم پړاو ته داخلېږي او ډېر ژر به له افغانستانه د ګواښ نه پېښېدو مسوده لاسليک شي.

د امریکا د مشرانو جرګې مشر دا څرګندونې په داسې  حال کې کړي، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته رسېدلی دی.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين تېره اونۍ په خپل ټويټر پيغام کې له امریکا سره د روانو مذاکراتو د پرمختګ په اړه د پوښتنې په ځواب کې ويلي و، چې امریکا له افغانستانه د خپلو ټولو پوځيانو د وتلو سينه ډبولې ده.

په عين حال کې د امریکا ولسمشر  ډونلډ ټرمپ هم نن د افغانستان په اړه په خپلو  څرګندونو کې ويلي، چې له افغانستانه ښه راپورونه ترلاسه کوي.

ټرمپ زياته کړې، په افغانستان کې به د امریکايي پوځيانو شمېر له شپاړس زرو نهو زرو ته راښکته کړي او په وينا يې له افغانستانه نور هم ښه خبرونه ترلاسه کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x