شعـــــرونه

مورنۍ ژبه؛ سمیع الدين افغاني

سميع الدين افغاني

چې تعلیم په مورنۍ ژبه کې حق دی
مونږ هم کړی په پښتو ژبه سبق دی

ما لوستلی دی تاریخ د پلار نیکونو
د ملالې آزادۍ لاس کــې بیرق دی

احمد شاه بابا میړانې ته سلام دی
دې سالار دسرلوړۍ مقام مطلق دی

د میرویس نیکه ویاړنې کار نامې بیا
دي روښانه لکه لمر، لکه شفق دی

د نازو انا د مینې خوږ ژوندون دی
چې یې مینه په هرګل په هر زنبق دی

دا میړانــې کارنامې مو د پلارو دي
چې غلیم مخې ته سپر په یوچقمق دی

راځي ورنو خپله ژبه معیاري کړو
هـــر ټبر د معیاري ژبــې لایق دی

۲۱ – ۶ – ۲۰۱۹

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x