
ځينې افغان سياستوال په يوه کنفرانس کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته تللي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سياستوالو يوه ډله نن د جمعې په ورځ د سولې په موضوع يوه کنفرانس کې د ګډون لپاره اسلام ابا ته رسېدلې ده، خو طالبان په دغه ناسته کې ګډون نه لري.
په دغه ناسته کې د ګډون لپاره له کابله د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار، د بلخ پخوانی والي عطاء محمد نور، د اجرائيه رياست دوهم مرستيال محمد محقق، د ولسمشريزو ټاکنو کانديد عبداللطيف پدرام، د ملي محاذ ګوند مشر حامد ګيلاني په ګډون يو شمېر سياستوال نن مازديګر ناوخته اسلام اباد ته رسېدلي دي.
له اسلام اباده خپرېدونکې ډيلي ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې شاوخوا دېرش افغان سياستوال «د لاهور سولې څېړنيز مرکز» په کوربهتوب جوړه شوې غونډه کې د ګډون لپاره بلل شوي او دغه ناسته به پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه په سياحتي سيمې مري په يوه پنځه ستوریز هوټل کې جوړه شي.
ويل کیږي، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم دغې ناستې ته بلل شوی و، خو نوموړي په کې له ګډونه انکار کړی دی.
يوې باوري سرچينې نن ټکی اسيا ته ويلي، چې طالبانو ته هم د مري په ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو هغوی په کې ګډون نه کوي.
د سولې په موضوع دا ناسته په داسې حال کې ترسره کيږي، چې نږدې لس ورځې وړانډې د ګډ حکومت د ملي امنيت سلاکار حمد الله محب او ورپسې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ادريس زمان په مشرۍ دوه پلاوي اسلام اباد ته تللي وو او راتلونکې اونۍ د جون په ۲۷مه به د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم اسلام اباد ته سفر وکړي.
د حقیقت ویلو پوست تریخ خو مغز ئې خوږ او ګټور دی.
ددې غونډی رابلل او د طالبانو ( شعوری او دستوری) ګډون نه کول د پاکستان او د هغه د پټ او ښکاره بادار یو سیاسی چل دی، پدی مانا چی پاکستان غواړی نړیوالو ته وښئی چی طالب د پاکستان په ولکه کی نه دی بلکه مستقل! دی. که څنګه؟
دا غونډه د ګوښه کړل شوو جهتونو غونډه ده تر څو وښايي دوی هم شته،
پاکستان په طالبانو د تاثير لرلو مظاهره کوي
افغاني ګوډاګيان هم د مذاکراتو د مالکيت
ستاسو قضاوت زوړ او په پخوانی ناجوړی بنا دی،،،
ښی چاری.
طالیبان افغانانو سره په غونډی کی ګډون نه کوی.مګر پاکستانی ضابط صاحبانوپ سره کویټه او پښاور شورا کی ګوری.