افغانستان

هند: د افغان سولې په پروسه کې ګوښې ته شوي یو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ګاونډی هیواد او په سیمه کې د ګډ حکومت ستراتېژیک ملګری «هند» د امریکا په مشرۍ د افغان سولې په پروسه کې د ګوښه کېدلو له امله اندېښمن دی.

د «ایکنامیک ټایمز» ورځپاڼه په هند کې د یوه امنیتي چارواکي له خولې چې نه غواړي نوم یې واخستل شي لیکي چې، هند د افغان سولې په پروسه کې په بشپړ ډول منزوی شوی او په دې برخه دهلي ته د واشنګټن له لوري  هیڅ ډول تضمین نه دی ورکړل شوی.

راپور وړاندې زیاتوي « دوی دې کار اندېښمن کړي او خپله دا اندېښنه یې د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې له اشرف غني سره شریکه کړې».

بل لور ته په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازی «سید اکبرالدین» بیا، طالبان یوه ترورستي ډله بولي او په وینا یې داسې مذاکرات باید ورسره ونشي چې، په پایله کې یې د هغوی دريځ تر دې هم پیاوړی شي.

اکبرالدین چې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناستې ته یې خبرې کولې وویل « موږ د افغانستان د ۱۹ کلنې جګړې د پای ته رسولو په پار د کېدونکو هڅو هرکلی کوو خو؛ تر هر څه وړاندې باید له افغانستان د باندې د ترورستانو خوندي ځایونه له منځه یوړل شي او یوازې  همدا ګام کولای شي د افغان سولې ټینګښت یقیني کړي».

اکبرالدین چې د خبرو هدف یې پاکستان وو زیاته کړه « د طالبانو، حقاني شبکې، القاعده او لشکرطیبه فعالیتونه ترورستي دي او د پای ته رسولو لپاره یې باید د هغوی خوندي ځایونه له منځه یوړل شي.

هند داسې مهال د افغان سولې په پروسه کې خپل منزویتوب ته ځورېږي چې، د طالب او امریکايي استازو تر منځ اووم پړاو مذکرات د پیل په درشل کې دي او د متحده ایالاتو له لوري له طالبانو سره د توافق او د ټولو بهرنیو عسکرو د ایستل کېدلو سګنلونه ورکول شوي.

په داسې یو حالت کې هند په سیمه کې یوازېنۍ هیواد دی چې له طالبانو سره رسمي اړیکې نه لري او واک ته د طالبانو له بیرته راګرځېدلو څخه په ویره کې دی.

څه موده وړاندې هندي ډيپلوماټانو د اشرف غني حکومت متزلزل بللی وو او خپل حکومت ته یې سپارښتنه کړې وه څو د نورو هیوادونو په څېر له طالبانو سره اړیکې ورغوي او ځان د افغان سولې په پروسه کې له منزویتوب څخه وباسي.

طالبانو په بیا، بیا څرګنده کړې چې واک ته د بیرته راګرځېدلو په حالت کې به له ټولو ګاونډیانو سره نېکې اړیکي ولري او اړیکې به یې د ملت د غوښتنو په رڼا کې غځېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x