افغانستان

سیګار: د بهرنیانو له لوري په مهمو امنیتي پریکړو کې د افغانستان امنیتي سکتور ته هيڅ ونډه نه ورکول کېده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د بیارغونې په چارو باندې د څار امریکايي اداره «سیګار» وايي، په تېرو ۱۹ کلنو کې په امنیتي سکتور پورې اړوندې ټولې مهمې پریکړې د بهرنیانو له لوري شوې او د افغانستان امنیتي سکتور ته پکې هیڅ ونډه نده  ورکول شوي.

سیګار د مرستندویه ماموریت د یوه پخواني جنرال له قوله راپور په نشرولو سره له یادو حقایقو پرده پورته کړې او څرګنده کړې یې ده چې، د امنیتي پلانونو په برخه کې افغانانو ته یوازې امر کېده، نه له هغوی سره مشوره کېده او نه هم ورنه د څه هیله او په ټوله کې هغو پلانونو ته عملي جامه اغوستل کېده چې، داخلي ځواکونه پکې د بهرنیانو مرستې ته اړ وو.

راپور وړاندې زیاتوي « په افغانستان کې له امنیتي سکتور سره د مرستندویه ماموریت مرستې د یوه هر اړخیز او پایداره پلان له مخې نه ترسده کېدي او د یاد سکتور د پیاوړتیا تر نامه لاندې د ۸۳ میلیارده ډالرو د ځانګړي کولو سره، سره هیڅ داسې ادارې شتون نه درلود چې په یادو مرستو څار وکړي».

د راپور له مخې؛ که څه هم د مرستندویه ماموریت هر کال د افغان ځواکونو د لومړیتوبونو تر غور لاندې نیولو ادعا کوله خو هر کال ادعاوې له پخوانیو سره یو ځای کېدي او هیڅ عمل ورباندې نه کېده.

د سیګار په خبره؛ تازه د امریکا دفاع وزارت په پام کې لري، افغان ځواکونو ته تر ۲۰۲۰ میلادي کال وروسته د الوتکو د ښودنې لړۍ ودروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x