ورزش

«نه د ګلبدین لپاره لوبیږم نه د کرېکټ بورډ؛ یوازې د افغانستان لپاره لوبیږم»

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغان کرېکټ ملي لوبډلې تکړه سوکه توپ اچونکي راشد خان په لوبډله کې د اختلافاتو او بې اتفاقۍ خبرې دروغ بللي او ویلي یې دي چې په دې اړه دې رسنۍ له درواغو خپرولو ډډه وکړي.

راشد خان په انګلستان کې یوې رسنۍ سره د مرکې پرمهال د لوبډلمشر نائب سره د اړیکو په پار ویلي چې نوموړی نه د ګلبدین نائب لپاره لوبه کوي او نه د کرېکټ بورډ لپاره، بلکې یوازې د افغانستان لپاره لوبیږي چې په دې اړه خپلې هڅې هیڅکله نه سپموي.

راشد خان او محمد نبي یو له هغو لوبغاړو څخه وو چې له نړیوال جام وړاندې یې د لوبډلمشر پر بدلیدو نیوکې کړې وې او دا یې یوه ناسمه پریکړه بللې وه، (افغان کرېکټ بورډ له نړیوال جام یوه میاشت وړاندې اصغر افغان ګوښه او پرځای یې ګلبدین نائب لوبډلمشر ټاکلی و).

پر نوموړي تور پورې کیږي چې دده د خرابې کارکردګۍ لامل د لوبډلمشر پر سر ناخوښي ده او نه غواړي سمه لوبه ترسره کړي، خو راشد خان دغه تورونه ناسم بولي او ځان یوازې تر لوبډلمشر او کرېکټ بورډ پورې محدود نه بولي.

راشد خان زیاته کړه: «فکر نه کوم زما له ګلبدین سره په اړیکو کې کومه ستونزه ده، زه د ده هومره ملاتړ کوم څومره مې چې د لوبډلمشر په توګه د اصغر افغان کاوه، که د اصغر افغان مې په سلو کې ۵۰سلنه ملاتړ کاوه د ګلبدین په سلو کې ۱۰۰سلنه کوم».

۲۰ کلن راشد په لوبډله کې د اختلافاتو ادعا داسې ردوي: «له هماغې شیبې چې انګلستان ته راغلي یو هیچا هم لوبډله کې د کومې ستونزې خبره نه ده کړې، فکر کوم دې ستونزې ته رسنیو هوا ورکړې، ځینې لوبغاړي له ۱۵-۱۶ کالونو راهیسې یوځای لوبیږي ترمنځ یې اختلاف نشته نو ناببره په څو ورځو کې څه وشول چې دومره اختلافات یې رامنځته کړل».

راشد خان د خبرو پرمهال پر خپل هغه غبرګون ټينګار وکړ چې دوی یې د لوبډلمشر بدلون په اړه کړی و، نوموړي وویل؛ «زما اختلاف له لوبډلمشر سره نه و خو لکه څرنګه چې په انګلستان کې نړیوال جام ترسره کول تر ټولو ستونزمن وو له همدې امله دغه پریکړه هم هغه مهال د لوبډلې په ګټه نه وه».

راشد خان وړمه ورځ د انګلستان لوبډلې پر وړاندې سیالۍ کې په ۹ اورونو کې ۱۱۰ منډې ورکړې چې د یوه توپ اچونکي لپاره منفي نړیوال ریکارډ دی، ګوکلي ماسټر وایي چې د هغې په اړه فکر نه کوي «غواړم له خپلو غلطیانو څه زده کړم او په راتلونکې لوبو توجه وکړم».

د افغانستان لوبډلې له ۲۰۱۵م نړیوال جام وروسته له کومې سترو لوبډلو سره زیاتې سیالۍ نه دي ترسره کړي چې په نړیوال جام کې ددوی د پرلپسې ماتو لامل هم شو، راشد خان هم د همدې ماتو لامل د استرالیا، نیوزیلند، سویلي افریقا او انګلستان پر وړاندې د سیالیو نه کول بولي.

راشد خان مني چې لوبډله په توپ اچونه کې کمزوري لري، د نوموړي په خوله چې په انګلستان کې باید مونږ زیات چټک توپ اچونکي چې له ۱۴۰ پورته سرعت لري درلودای، خو بدبختانه دغه تشه نه ده ډکه شوې خو په راتلونکې کې په دې څانګه کې ژور کار ته اړتیا لرو.

د یادونې ده چې په تېرو څلورو کالونو کې راشد خان د خپل کیریئر تر ټولو خرابه کارکردګي ترسره کړې چې پر نوموړي د زیاتو منډو ورکولو ریکارډ هم ثبت شو، نوموړی به یو وار بیا سبا د شنبې په ورځ د هند لوبډلې پر وړاندې سیالۍ کې مخامخ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x