ورزش

سریلانکا د ملینګا په مرسته د انګلستان پر وړاندې بریا خپله کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ غبرګولی، ۱۱۳۹۸ل): د روان کرېکټ نړیوال جام په ترڅ کې د سریلانکا کرېکټ لوبډلې د لاست ملینګا په زړه پورې توپ اچونې سره تر ټولو سترې لوبډلې انګلستان ته ماتې ورکړه.

انګلستان لوبډلې چې په تېره سیالۍ کې یې پر افغان لوبډلې «۳۹۷» منډې جوړې کړې وې، د سریلانکا لوبډلې «۲۳۳» منډو هدف بشپړ نشو کړای.

په یاده لوبه کې لومړی توپوهنه سریلانکا لوبډلې وکړه چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د اویشکا فرنانډو او انجلیو میتیوز په مرسته انګلستان ته د «۲۳۳» منډو کم هدف وټاکه.

انګلستان لوبډله چې لومړی مقام لرونکې لوبډله ده او تکړه توپوهونکي لري د لاست ملینګا او نورو سریلانکایي توپ اچونکو پر وړاندې بې وسه ښکاره شوې او بشپړ لوبډله یې د «۲۱۲» منډو په جوړولو وسوځېده.

لاست ملینګا ۴ مهمې ویکټې واخیستې، ورسره اسرو اودانا هم په ۳ ویکټو اخیستلو په بریا کې مرسته وکړه، دوی د ۲۰ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

د انګلستان لخوا بین سټوکس تر وروستۍ شېبو وجنګېد خو ورسره نورو لوبغاړو ملګرتیا ونکړه او په پرلپسې ډول یې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې، نوموړی په ۸۲ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

https://twitter.com/ICC/status/1142117615625809921?s=19

د سریلانکا لوبډلې لپاره په نړیوال جام کې دا دویمه بریا وه چې لومړۍ یې د افغان لوبډلې پر وړاندې خپله کړې وه، ددوی دوه سیالۍ د ورښت له کبله لغوه شوي چې په پایله کې یې دوه پواینټونه خپل کړي چې اوس په ۶ پواینټونو لرلو سره په جدول کې پنځم مقام ته پورته شوه.

د سریلانکا او انګلستان لوبډلو ترمنځ د لوبې ویډیویي لنډيز:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x