نړۍ

پاکستان د هوايي حریم پرانیستو لپاره مشروطه ژمنه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): پاکستان د خپل هوايي حریم پوره پرانیستل د هند له خوا د بالاکوټ د پېښې په نه تکرارولو مشروط کړي دي.

ټایمز آف اینډیا ورځپاڼې د ځینو باخبره سرچېنو له قوله لیکلي چې پاکستان که څه هم د جون تر ۲۸مې پورې خپل هوايي حریم د هند ختيځ لوري پروازونو پر مخ تړلی دی خو دغه موده به تر هغه نه تمدیدیږي تر څو چې پاکستان د دې ډاډ ورنکړي چې هند به د بالاکوټ هوايي برید بیا نه تکراروي.

راپور زیاتوي چې د پاکستان هوايي حریم به تر هغه بند وي تر څو چې دغه ستونزه په لوړه کچه راپورته او حل نشي او هندی لوري د بالاکوټ د پېښې د نه تکرارولو ژمنه نه وي کړي.

ټایمز آف انډیا لیکلي چې یو لوړپوړي هندي چارواکي ورته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې پاکستان خپل هوايي حریم د امنیتي او ديپلوماتیکو لاملونو له کبله بند کړی دی او تر ټولو حیرانوونکې داده چې د څلورو میاشتو بندیز تېریدو سره سره تر دې دمه هېڅ د پردې تر شا ديپلوماسي نه ده استعمال شوې.

پاکستان د روان کال د فرورۍ د میاشتې په ۲۶مه خپل هوايي حریم د ټولو پروازونو پر مخ تر هغه وروسته وتړلو چې هند د پاکستان په بالاکوټ سیمه هوايي برید وکړ.

دا په داسې حال کې چې نیږدې یوه نیمه اونۍ (جون ۱۲مه) وړاندې د افغانستان هوا نوردۍ ادارې ویلي و چې پاکستان به د جون پر ۱۵مه له افغانستان څخه هند ته د کیدونکو پروازونو پر وړاندې خپل هوايي حریم پرانیزي.

د هند د هوايي حریم تړل کیدو سره افغاني هوايي شرکتونو د ایران له لارې هند ته سفرونه کوي. پخوا له کابل څخه ډهلي ته سفر یو ساعت او پنځوس دقیقې و خو اوس دغه سفر پنځه ساعته ته اوږد شوې دی. همدا راز د ټکټونو بیې هم دوه چنده لوړې شوې دي.

هندي شرکتونو سپایس جیټ او ایرانډیا افغانستان ته خپل سفرونه ځنډولي او اریانا افغان هوايي شرکت اوس د درې سفرونو پر ځای په اونۍ کې یو سفر کوي. خو د کام ایر شرکت الوتنې بیا هره ورځ جاري وي خو د مسافرو شمیر یې تقریبا نیمايي کم شوې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x