ریاض العلوم مدرسه د امېدونو ډېوه

مولوي مطیع الله صارم 

د بلوچستان د کویټې ښار په څنډه نوي کلي کي چیری چي زیاتره افغانان اوسي؛ د ریاض العلوم په نامه مدرسه د لوړو زدکړو په سلسله کي د تخصص فی الفقه یو ځانګړی معیار لري.

دا چي معیار یې زما خوښ شو او ما له وخته په زړه کي د همداسي یوې ادارې تمنا درلوده، نو ځکه مي د خپلو سترګو لیدلی حال په لاندي کرښو کي را ونغاړه او دا دی له تاسو سره یې شریک کول غواړم، ترڅو د نورو علماء کرامو هم ور پام شي؛ چې په همدې معیار او په همدې ډول بریالي نظم و نسق سره خپلي علمي ادارې مخ ته بوځي.

ریاض العلوم مدرسې منتظمینو د علم الفقه تخصص کوونکو شاګردانو د استوګنې لپاره په ښه پرسکونه چاپیریال کې، د اهل خیرو په مرسته ښه بهترینه، مرفه دارالاِقامه ودانه کړې ده، چې متخصصین شاګردان، پکي ښه په آرام او هوسا ډول خپل درسونه، مطالعې او څیړنیز کارونه سرته رسولای شي.

له دې نه علاوه د مدرسې نوري علمي ځانګړتیاوي په مختصر ډول، په لاندي توګه درته تشریح کوم:

مکتبه/لایبرري

د ریاض العلوم مدرسې یوه لویه شتمني دا ده چې ښه بډایه مکتبه لري، په هغي کې د تفاسیرو، احادیثو، فقهې او نورو بیلابیلو فنونو اړوند، زرګونه جلده کتابونه، د استاذانو، شاګردانو او نورو عامو لوستونکو د مطالعې لپاره موجود دي. چې دا یوه ډېره لویه بریا ګڼله کیږي.

تخصص فی الفقه

د تخصص په برخه کې د یادي مدرسې ځانګړتیا دا ده چې د مسائلو څیړل په ډیر وسیع، عمیق او جدي انداز ترسره کیږي. له سهاره تر مازیګره تخصص کوونکي شاګردان له مسؤلو مفتییانو سره د مسائلو اړوند څیړنیز بحثونه کوي، د مسائلو په ارتباط چې کوم نوي تحقیقات له مستندو ادارو راوځي د هغوی بیا څیړل، او که کومه د پام وړ خبره پکې وي حتی الامکان له هغو اداروسره تماس نیول هم د تخصص د شاګردانو له وظائفو څخه وي.

نوي اقتصادي مسائل، چې اوس يې نژدې ټوله نړۍ په غیږ کې نیولې او په مختلفو ډولونو مختلف نظامونه د اقتصاد د سمون لپاره وضع شوي دي؛ خصوصاٌ معاصراقتصاد (لکه بانکي سیستم، بیمه/ تکافل، مضاربه، اقساط او داسي نور مباحث…) په پوره اهتمام او غور سره څیړل، اړونده احکام یې له قدیمې فقهي را ایستل او پر جزییاتو یې تطبیقول؛ د نصاب اساسي برخه تشکیلوي چې په رڼا کې یې متخصصین شاګردان د مفتیانو علماء کرامو په سرپرستي کې جدیدي مسئلې حل کوي.

متخصصین په اونۍ کې یوه ورځ پر بیلابیلو موضوعاتو؛ چې د ادارې له لوري له مخکي نه ورته انتخاب شوې؛ او بیا متخصصینو ته ورکول شوي وي. ترڅو هر یو متخصص ورباندې ټوله اونۍ زیار وباسي چې د موضوع اړوند دقیق او مستند معلومات راټول کړي او بیا یې په مخصوصه ورځ د استادانو او متخصصینو په وړاندې وینا کوي چې وروسته بیا استادان د تقریر اړوند د هغه تیروتنې ورته په ګوته کوي ترڅو آینده ځان ترې وساتي.

جغرافیه

د نړۍ جغرافیه، یا جیوپولیټیکل حالات چې په چټکۍ سره بدلونونه مومي؛ باید یو عالم ورسره شناخت ولري چې په دې بخش کې هم د مدرسې له لورې د قابلو استادانو په توسط متخصصینو ته لیکچر ورکول کیږي او عملا د نړۍ نقشه او نظامونه ورته تشریح کیږي چې آینده به دا پروګرام د پراجیکټر په مټ په ښه طریقه سره پر مخ بیایي.

سیرت او تاریخ

د سیرت زده کړې ته ځانګړې پاملرنه کیږي او اسلامي تاریخ هم متخصصینو ته تشریح کیږي د درسي کال په جریان کې په ټول اسلامي تاریخ او معاصر تاریخ پ داسې ډول عبور کیږي چې متخصصینو ته د دې مهم فن یو کلي تصویر په لاس ورکړي چې له مخې یې هغوی نه یوازې د علمي تسلسل طبقات او بیلابیل پړاوونه تشخیص کولای شي بلکې د معاصرو حالاتو په تاریخي ابعادو هم ښه پوهیږي.

لیکدود/ رسم الخط او مقاله نګاري

دا چې استفتاوي په تحریري ډول ترتیب غواړي نو ادارې د لیکدود، مضمون نګاري او حسن خط لپاره هم ښه زمینه مساعده کړې تر څو متخصصین ښه خط ولري، او په ښه ادبي انداز سره خپله استفتا،فتوی او نور څه ولیکلای شي. دغه راز د املاء او انشاء عملي زده کړه د نصاب مهمه برخه ده تر څو د تخصص ګډونوال په راتلونکې کې د تصنیف، ژباړې او مقاله نګارۍ له استعداد څخه برخمن وي.

قضاء

څرنګه چې قضا او افتاء یو له بل سره تړلي دي؛ نو له همدې امله متخصصینو ته د قضا ابتدائي درسونه هم په پام کې نیول شوي دي او ورسره د قضا عملي مشق هم وي چې الحمدلله ښه مثمره تمامه شوې ده په لږ وخت کې متخصصین عملا له قضا سره بلد شوي دي او د قضا اړوند په ډیرو امورو کې ورته ښه بصیرت پیدا شوی دی د مدرسې منتظمین پلان لري چې په آینده کې تخصص دوه کلنی کړي تر څو د قضا بخش ته به لا نوره توجه هم وشي.

کمپیوټر

کمپیوټر او کمپیوټري سیستم هم د اوسني زمانې له ضروریاتو ګرځېدلی دی د ریاض العلوم مدرسی په تخصص کې د کمپیوټر ابتدایې درسونه هم شته چې متخصصین له مکتبو سره پکې شناخته شي او وکړای شي چې مسئلې او د تخصص کلنۍ مقاله د کمپیوټر په مټ ولیکلای شي چې الحمدلله په دې برخه کې هم لاسته راوړني لري کوم متخصصین چې فارغ شوي هغوی دا قابلیت هم تر لاسه کړی، چې تقریبا هر یو یې په ښه فقهي ذوق سمبال، ښه مضمون نګار، قابل خطیب، او یو ښه ټولنیز شخصیت ترې جوړ وي.د ریاض العلوم بله ځانګړتیا دا ده چې منتظمه اداره یې همیشه په دې هڅه کي وي، چې له مشهورو، منل شویو، مستندو تعلیمې ادارو سره په تماس کې وي او وخت په وخت د هغوی استادان را دعوت کوي ترڅو هغوی د مدرسې زده کوونکو متخصصینو ته لارښونې وکړي او خپلې تجربې ورسره شریکي کړي.

د رياض العلوم مدرسي د تخصص شعبي اساسي مقصد دا دی چې علماء په داسي ډول وروزي چې زموږ د ټولني دردونو ته دوا او اړتیاوي یې پوره کړای شي، ترڅو هرعالم ښه امام، مفتی، مدرس، داعي، مؤلف، محقق، او په نبوي اخلاقو سمبال و اوسي، او له خلکو سره راشه درشه، ناسته ولاړه یې همیشه د نبوي سیرت مطابق و اوسي. له هغوی سره د مسائلو په حل کې مرسته وکړای شي، لنډه دا چې له نوي فارغیدونکي عالم نه باید د ټولني هغه وګړی جوړ شي، چې په هره برخه کې د ټولني په خیر تمام شي.

الله تعالی دې د ریاض العلوم مدرسي او د هغې په منتظمینو او استادانو خپل برکات نازل کړي او الله تعالی دې د ټولنې د خدمت لپاره موفق وګرځوي.

هیله ده تاسو هم دلازیاتي کامیابي دعا ورته وکړئ اوهم یې دلا پرمختګ برخوال شی.

پای

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د