افغانستان

پاکستان: د افغانستان سولې او ثبات ته ژمنتیا لرو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱غبرګولی، ۱۳۹۸ل): په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازې وايي، هیواد یې د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی او د طالبانو په ګډون له ټولو اړخونو غواړي څو سولې ته غاړه کېږدي.

ملیحه لودهي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناستې ته یې خبرې کولې وویل « د طالبانو په ګډون د جګړې له ټولو اړخونو هیله لرو څو د افغانستان سولې او ثبات ته ژمنتیا وښيي او د هیواد څلوېښت کلنې جګړې ته د پای ټکی کېږدي».

لودهي زیاته کړه « پاکستان تل د افغانستان ثبات ته خپله ژمنتیا ثابته کړې او عمران خان د خپل واک د پیل په لومړیو ورځو کې هم د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري خپله دنده وبلله او په همدې تړاو یې د ډونالډ ټرمپ غوښتنه ومنله».

د لودهي په خبره؛ په ټولو اړخونو مو د تشدد په کمولو او  اوربند په غږ سربېره غږ کړی چې، خپله هیڅ ډول همکاري په دې برخه کې ونه سپموي.

ملیحه لودهي دا خبرې په ملګرو ملتونو کې د هند د دایمي استازي د څرګندونو په تعقیب کړې، تېره ورځ «سید اکبرالدین» د امنیت شورا په یوه غونډه کې طالبان ترهګر وبلل او تاکید یې وکړ چې، د سولې تر توافق وړاندې باید له افغانستان د باندې ددوی خوندي ځایونه له منځه یوړل شي.

د اکبرالدین په خبره؛ له طالبانو سره باید د سولې داسې مذاکرات ونشي چې، د هغوی دريځ لا پسې پیاوړی کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x