افغانستان

د شانګهای د همکاریو سازمان د خبرو له لارې د افغانستان د کشالې حل غوښتی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د شانګهای د همکاریو سازمان ناسته چې د روانې میلادې میاشتې په ۱۴ نېټه د قرغزستان په پلازمېنه «بیشکیک» کې ترسره شوه، غړو هیوادونو یې هیله څرګنده کړې څو د افغانستان کشالې ته یوازې د مذاکراتو له لارې حل ولټول شي.

د شانګهای سازمان مرستیال جنرال «ویلادمیر نوروف» تېره ورځ په روسیه کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې وویل « ټولو هیوادونو هیله درلوده څو د افغانستان جګړه د خبرو له لارې حل شي او له مذاکراتو پرته ددې جګړې د پای ته رسولو بله هیڅ لاره نه تر سترګو کېږي».

نوروف زیاته کړه « ګډونوالو ټینګار درلود چې، د افغانستان معضله د جنګ له لارې نه حل کېږي او په نړۍ او نورو هیوادونو یې غږ وکړ څو له ملګرو ملتونو سره په دې برخه کې خپله همکاري وکړي».

د نوروف په خبره؛ د ناستې ګډونوالو د افغانستان د کشالې په حل کې د شانګهای سازمان بحثونه رغوونکي وبلل او تر څنګ یې په دې برخه کې له روسیې د وروستیو هڅو په تړاو مننه وکړه.

د شانګهای سازمان غړي هیوادونه داسې مهال د افغانستان کشاله د جنګ له لارې د حل کېدلو وړ نه بولي چې، د ګډ حکومت امنیتي چارواکي په پرلپسې ډول ادعا کوي چې، په طالبانو باندې نظامي فشار به ددې لامل شي څو هغوی له جګړې لاس واخلي او د حکومت غوښتنو ته غاړه کېږدي.

څه موده وړاندې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین «خوشال سادات» د خپلو لاسته راوړنو د یادونې په مهال وویل چې، هره ورځ په بیلابیلو ولایتونو کې په منځني ډول ‍۱۰۰ طالبان وژني.

د ملي امنیت شورا سلاکار بیا ادعا وکړه چې؛ که عملیات همداسې دوام ولري، د طالبانو د ملا تیر به ورسره مات شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x