افغانستان

غزني؛ خواجه عمري ولسوالۍ یو ځل بیا د سقوط په غاړه ولاړه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د غزني ولایت امنیتي چارواکي او اوسیدونکي سقوط ته د خواجه عمري ولسوالۍ بیا ځلې نږدې کېدلو اندېښمن کړي.

د غزني ولایت والي؛ وحیدالله کلیمزی مني چې، د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي د بیا  ځلې سقوط  له ویرې سره مخ دي خو په وینا يې، په سیمه کې د پخوا په پرتله امنیت او وضعیت غوره شوی.

د یادې ولسوالۍ امنیتي چارواکي وايي، په ولسوالۍ کې لا هم ځايي ادارې تړل شوې او د جګړې په مهال سوځول شوې برخې یې لا هم نه دي رغول شوې.

خواجه عمري ولسوالۍ چې څه موده وړاندې امنیتي ځواکونو له طالبانو څخه ونیوله، د هماغه مهال د خبرونو سرټکی وګرځېده او چارواکو ادعا وکړه چې، په همدې ډول به د غزني نورې ساحې هم د طالبانو له ګوتو خلاصوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Babrak

سور بریتې چیرې دي؟

غمی.پښتین

ښه وخت،
طالیب جنګیالیو ته،
څه موده لپاره .ړنګول،نیول،سقوط کول.وینه تویول بند کړی،ځکه چه اووم اتم پړو خبری پیل کیږی .کیدای شی څه کوچ تری راوووځی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x