نړۍ

ټرمپ: له ایران سره بې قید او شرطه خبرو ته حاضر يو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱چنګاښ، ۱۳۹۸ل):د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمب ويلي، له ایران سره بې قيد او شرطه خبرو ته حاضر دی.

ټرمپ له ان بي سي تلويزون سره په مرکه کې ويلي، د ایران له مذهبي مشر اية الله علي خامنه‌يي او يا هم ولسمشر حسن روحاني سره بې قيد او شرطه خبرو ته حاضر دی.

هغه ويلي، پر ایران يې د بريد پرېکړه کړې وه، خو د ده د معلوماتو له مخې په دغه برید کې به تر ۱۵۰ زيات کسان وژل شوي وای، ځکه يې د برید پرېکړه بېرته لغوه کړه.

د مشرانو جرګې هرکلی

د امریکا د مشرانو جرګې رئيسې ننسي پيلوسي پر ایران د بريد پرېکړې د لغوه کولو هرکلی کړی او زياته کړې يې ده، چې د سپينې ماڼۍ له لوري ورته په دې اړه له مخکې معلومات نه و، چې  پر ایران بريد کيږي.

د ایران د هوايي ځواک ګواښ

د ایران د هوايي ځواک قومندان امير علي حاجي زاده ګواښ  کړی، چې سيمه کې امريکايي اډې او جنګي الوتکې په اسانه د ایراني توغنديو هدف ګرځېدای شي.

حاجي زاده د ایران له رسمي تلويزون سره په مرکه کې ويلي، امریکا به هېڅکله پر ایران برید ته زړه ښه نه کړي؛ ځکه امریکايي چارواکو ته د ایران د پوځي ځواک اندازه معلومه ده.

ټرمپ په  داسې حال کې له ایران سره خبرو ته بې قيد او شرطه تياری ښودلی، چې وړمه ورځ ایراني پوځيانو يوه امریکايي بې پيلوټه الوتکه رانسکوره کړې وه، چې د ټرمپ غوسه يې راپارولې وه او پر ایران يې د برید لپاره له سلامشورو وروسته خپل پوځ ته پر ایران د بريد امر وکړ، خو د عملياتو له پيلېدو وړاندې ولسمشر ټرمپ دغه پرېکړه بېرته واخيسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
منتقم منګل

کفار ټول له یو غاره سر راوباسی ځکه کفر یو ملت دی؛ بعضی وخت جعلی دښمنی ښکاره کوی او مسلمانان سره جنګوی. افسوس د عافلو مسلمانانو په حال چی تر څو به د فیل په غوږ کی ویده وی.
ای عولیدلیو ځوانانو له کفارو صف څحه رابیل شی دین او د دنیا عزت او کمیابی حاصله کړی پریږدی کفار چی شکست وخوری او د جهنم کندی ته ورګوزار شی.

همدرد افغان

کفار دوه شیان منی یا زور منی یا زر منی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x