
د افغانستان او هند ترمنځ سیالۍ؛ هندي لوبغاړي له راشد خان ویره لري
نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۸ل): په کرېکټ نړیوال جام کې نن افغان لوبډله خپله شپږمه سیالۍ د هند لوبډلې پر وړاندې په لیډز لوبغالي کې ترسره کوي چې د ماسپښين په دوه بجې به پېل شي.
هندي لوبغاړي د راشد خان د تیرې خرابې کارکردګۍ سربېره له نوموړي ویره لري او وایي چې هغه د نړۍ غوره توپ اچونکی دی او زمونږ لپاره ستر ګواښ ثابتیدلای شي.
۲۰ کلن راشد خان د انګلستان لوبډلې پر وړاندې د خپل کرېکټ د تاریخ تر ټولو خرابه توپ اچونه وکړه چې په ۹ اورونو کې یې ۱۱۰ زیاتې منډې ورکړې.
د هند لوبډلې ځوان لوبغاړی ویجی شنکر تېره ورځ د یوه خبري کانفرانس پرمهال وویل چې «په کرېکټ کې هره ورځ له بلې مختلفه وي، مونږ د راشد خان ګواښ لپاره بشپړ چمتو والی نیسو، او له هغه به د ځان ژغورلو کوښښ کوو».
د ویجی شنکر په وینا چې افغان لوبډله د نړۍ تر ټولو غوره سوکه توپ اچونکي لري خو هند لوبډله د تاویدونکو توپ اچونکو مخه په ښه ډول کولای شي، چې زمونږ لپاره ددوی پر وړاندې یو مثبت پواینټ دی.
ویجی شنکر چې د راشد خان سره د هند غوره لیګ په سنرایزز حیدراباد لوبډله کې یوځای لوبیدلی وایي چې د راشد ګواښ پر وړاندې یې ځانګړی فریب او مهارت زده کړی دی، خو د هغه پر وړاندې څنګه لوبه ترسره کړو دا تر ټولو مهمه ده.
«راشد د محدودو اورونو په لوبو کې د نړۍ یو له غوره توپ اچونکو څخه دی، هغه په تېره نږدې کې ډیرې لاسته راوړنې لري». راشد خان اوسمهال د یو ورځنیو توپ اچونکو په لیست کې دریم، او په شل اوریزو سیالیو کې لومړی مقام لري.
هند لوبډله د نړیوال جام په ترڅ کې نن د افغان لوبډلې سره سیالۍ لري، هند په خپلو څلورو لوبو کې درې ګټلي او یوه د ورښت له کبله بې پایلې اعلان شوې چې ټول ۷ پواینټونه لري خو بالعکس افغان لوبډلې خپلې ټولې پنځه سیالیو کې ماتې خوړلې ده.