
د مرسي زوی وايي پلار یې مصري حکومت وژلی
نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۸ل:) د مصر پخواني ولسمشر محمد مرسي زوی اوسنی ولسمشر او ځینې نور لوړ پوړي چارواکي د خپل پلار په وژنه تورن کړي دي.
محمد مرسي د مصر لومړنی منتخب ولمسمشر و چې د نظامي کودتا له لارې په ۲۰۱۳ز کال کې له واکه لرې او زندان ته واچول شو. هغه تیره اونۍ د محاکمې پر مهال د محکمې دننه وغورځید او وروسته ومړ.
د مرسي زوی پر خپل ټویټر لیکلي چې د پلار په “شهادت” کې د سیسي سره د مصر دوه پخواني کورنیو چارو وزیران محمد توفیق او عبدالغفار هم په جرم کې شریک دي.
لاتنسوا أن وزير الداخلية وتحديداً محمود توفيق ومجدي عبدالغفار والأمن الوطني والمخابرات العامة والقضاء المصري وتحديداً شيرين فهمي وشعبان الشامي وأحمد صبري والنائب العام شركاء قائد الانقلاب الخائن ومدير مخابراته في قتل الرئيس الشهيد مرسي .
عند الله نلتقي وعند الله تجتمع الخصوم— عبدالله محمد مرسي (@Abdullah_Morsi) June 20, 2019
هغه همدا راز لوی څارنوال، د استخباراتو مشر او ځینې قاضیان د خپل پلار په قتل تورن کړي دي.
یادونې وړ ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان هم د مصر حکومت د محمدمرسي پر قتل تورن کړ.
اردغان ټینګار وکړ چې د مصر حکومت باید په نړیوالو محکمو کې محاکمه شي.
مرسی هغو انګریزانو وژلی چې په ۱۹۱۲ کی یې د یوی پیړۍ دپاره اخوان تاسیس کړ او په ۲۰۱۲ کې تاریخ پوره شو. د مرسی ډله زمونږ د هغو ډلو مور ده چې زموڼږ وطن یې راوران کړ او په فساد اځته شو!