نړۍ

قریشي: افغانستان او پاکستان بايد د باور فضا رامنځته کولو لپاره په ګډه کار وکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته څېرمه مري سياحتي سيمه کې د افغانستان سولې په موضوع کنفرانس ته د وينا پر مهال ويلی، هېچا ته به د افغانستان او پاکستان اړيکو کې د بې باورۍ پيدا کولو اجازه ور نه کړي  او دواړه هېوادونه بايد د باور فضا د رامنځته کولو لپاره په ګډه کار وکړي.

قريشي زياته کړې، ټول لوري اوس دې پایلې ته رسېدلي، چې د افغانستان کشاله د جګړې له لارې نه حل کيږي او بايد له سوله ييزې لارې حل و فصل شي.

هغه وويل، سيمه کې د تلپاتې  امنيت او ثبات لپاره بايد د کابل او اسلام اباد ترمنځ د باور فضا رامنځته شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ټينګار وکړ، چې د تورونو لګولو پر ځای بايد دواړه هېوادونه له يوه بل سره مرسته وکړي او خپله خاوره د يوه بل پر ضد ونه کاروي.

د مري بهوربن سيمې په پنځه ستوريز هوټل کې د افغانستان سولې په موضوع کنفرانس ته له افغانستانه د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار، يونس قانوني، د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، انوار الحق احدي، لطيف پدرام او حامد ګيلاني په ګډون دېرش افغان سياسيون ورغلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x