نړۍ

سپينه ماڼۍ مارک ايسپر د امریکا دفاع وزارت ته معرفي کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱چنګاښ، ۱۳۹۸ل): سپينه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ مارک ايسپر د پيټريک شاناهان پر ځای د دفاع وزارت لپاره معرفي کوي.

ټاکل شوې، چې ايسپر د روان جون په څلرويشتمه د دفاع وزارت د سرپرست په توګه کار پيل کړي او تر هغې وروسته به کانګريس ته د دفاع وزير په توګه معرفي شي.

امریکايي رسنۍ وايي، که کانګريس د مارک ايسپر نوماندي تاييد کړي، هغه به د دفاع  وزير په توګه دنده پيل کړي.

د امریکا پخواني دفاع وزير متقاعد جنرال جيمس مټیس، چې د عراق جګړې پر مهال په ليوني سپي پېژندل شوی و، د روان کال په پيل کې  له ولسمشر ټرمپ سره د یو شمېر اختلافاتو له امله له خپلې دندې استعفا ورکړې وه او د هغه پر ځای د دفاع وزارت مرستيال  پيټريک شاناهان د دفاع وزرات سرپرست ټاکل شوی و.

د ټرمپ منتقدينو پر شاناهان نيوکې کولې، چې  په نظامي چارو کې کافي تجربه نه لري او د هغه د ګوښه کولو غوښتنه يې کړې وه.

ښاغلي شاناهان تېره اونۍ ولسمشر ټرمپ ته خپله استعفا وړاندې کړې وه او هغه ومنله.

ولسمشر ټرمپ ويلي و، پيټريک شاناهان په خپله خوښه له دندې ګوښه کيږي او غواړي، چې خپلې کورنۍ سره ژوند وکړي.

مارک ايسپر په داسې حال کې د دفاع وزارت سرپرست ګورمارل کيږي،  چې يوه لور ته افغانستان کې جګړې په زياتېدو دي او په عين حال کې امریکا له طالبانو سره د روانې جګړې د پای ته رسولو په موخه په خبرو بوخته ده.

طالبان وايي، امریکا ورسره منلې، چې خپل ټول پوځيان به له افغانستانه باسي.

د ايسپر په اړه ويل کيږي، چې د عراق جګړې تجربه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x