دغه زنګ وهلې تمانچه په یو نیم لک ډالر وپلورل شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۸ل): د هالنډ هېواد یوه مشهور انځورګر «وین خوخ» لخوا په ځان وژنه کې استعمال شوې زنګ وهلې تمانچه په ۱۴۵زره او ۷۰۰ امریکایي ډالرو په ستره بیه وپلورل شوه.

وین خوخ چې د هالنډ هېواد ستر انځورګر و له پرلپسې ذهني ستونزو او ناروغیو سره له مبارزې وروسته په ۱۸۹۰م کال کې پر دغه تمانچه ځان وژنه وکړه.

وین خوخ نے ذہنی مسائل سے تنگ آکر خودکشی کی تھی—فوٹو: رائٹرز

وین خوخ چې د وین ګوف او وان ګوګ په نوم هم پیژندل کیده په ۱۸۵۳م کال کې په هالنډ کې وزیږیده او د ۳۷ کلونو په عمر مړ شو.

انځورګر وین خوخ د خپلې انځورګرۍ له کبله شهرت درلود خو له مړینې وروسته په نړیواله کچه مشهور شو او د نوموړي لخوا جوړه شوې انځورګري په ریکارډ نرخ وپلورل شول.

وین خوخ د یوه کاهن په کور کې وزیږید او په ۱۸۷۰م کال کې یې د خپلې انځورګرۍ له کبله په کوچنیتوب کې شهرت وموند چې زیاتره به یې طبیعي ښکلا انځوروله خو د ښځو انځورګري یې هم یو له مشهورو څخه وه.

ریوالور اندازوں سے دگنی قیمت پر فروخت ہوا—فوٹو: رائٹرز

ویل کیږي چې نوموړی د ذهني فشار په ناروغۍ اخته و چې د ناروغۍ اغیز یې پر جوړو شویو انځورونو کې هم لیدل کیږي.

وین خوخ د شلمې پیړۍ له غوره انځورګرو څخه شمېرل کیږي چې د «مونا لیزا» له مشهورې انځورګرۍ وروسته یې د «ستورو ډکه شپه» انځورګري په نړیواله کچه ومنل شوه.

ستاروں بھری رات ان کی سب سے معتبر پینٹنگ ہے—فوٹو: وین خوخ گیلری

دغه تمانچه د یوه کس لخوا بولۍ ته وړاندې شوې وه چې د یوه ناڅرګند کس لخوا په ۱۴۵زره او ۷۰۰ امریکایي ډالره واخیستل شوه.

په دغه تمانچه کې نه کوم د انځورګرۍ یا بل مهارت اثرات موندل کیږي بلکې یوه خرابه او زنګ وهونکي وسله وه، چې لاستی او ماشه یې هم له کاره وتې وې، خو چې د یوه مشهور انسان ژوند یې اخیستی و په ریکارډ نرخ وپلورل شوه.

دی نائٹ کیفے بھی ان کی شاہکار پینٹنگ میں شمار کی جاتی ہے—فوٹو: وین خوخ گیلری

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

تا احمق در جهان باشد مفلس در نمیماند.