نړۍ

«پاکستان تر هند زیاتې اتومي وسلې لري»

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱،  ۱۳۹۸ل): د د سويډن هیواد د سولې نړیوال انستیتوت په یوه تازه څېړنه کې موندلي چې پاکستان تر هند، اسرایلو او شمالي کوریا څخه زیات اتومي وسلې یا اتومي سروکي لري.

د خپاره شوي ریپورت له مخې پاکستان له ۱۵۰ تر ۱۶۰ او هند له ۱۳۰ تر ۱۴۰ پورې اتومي وسلې لري.

راپور زیاتوي چې په نوره نړۍ کې د اتومي وسلو د جوړولو میلان کم شوې خو هند او پاکستان بیا د نورو اتومي وسلو جوړولو لپاره د نوي نظام په جوړولو بوخت دي او په اینده لسو کلونو کې به د دواړو هېوادونو سره په پراخه کچه اتومي وسلې وي.

د ریپورت د موندنو له مخې امریکا، روسیه، برتانیه، فرانسه، چین، هند، پاکستان، اسرائیل او شمالی کوریا په مجموعي ډول ۱۳زره ۸۶۵ اتومي وسلې لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه په خیر.
طالیب او دولتی سیاسی مشرانو ته،
پاکستان او امریکا کی اتومی وسلی شته.خپلو بادارانو ته ورشی.او دا اتومی وسلی تری راوړی،په موږ ولس باندی یی استعمال کړی چه ولس په یو وار غم خلاص شی،
موږ نور د ستاسو د جنګونو څخه ستړی یوو،

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x