د افغانستان په زړه پورې توپ اچونه؛ هند د «۲۲۵» منډو هدف وټاکه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د هند او افغانستان لوبډلو ترمنځ د نړیوال جام په ۲۹مه سیالۍ کې افغان لوبډلې په زړه پورې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه.

هند لوبډلې چې لومړی توپوهنه وکړه په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۹ ویکټو په سوځېدلو ۲۲۴ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا ویرات کوهلي او کیدر جادو نیمه سلیزې ووهلې.

د افغان لوبډلې لخوا تر ټولو غوره توپ اچونکی مجیب ځدران و چې اقتصادي توپ اچونه یې وکړه او په خپلو لسو اورونو کې یې یوازې ۲۶ منډې ورکړې.

د کرېکټ نړیوالې شورا په وینا چې مجیب ځدران؛ روهیټ شرما د روان نړیوال جام په تر ټولو غوره توپ وسوځاوه.

https://twitter.com/cricketworldcup/status/1142417579795001346?s=20

په افغان توپ اچونکو کې مجیب یوه، محمد نبي د ۳۳ منډو په بدل کې ۲، راشد خان د ۳۸ منډو په بدل کې یوه، افتاب عالم یوه، ګلبدین نائب دوه او رحمت شاه هم یوه ویکټه واخیسته.

افغان توپ اچونکو خپل مسوولیت په غوره توګه ادا کړ، اوس به توپوهونکي د ټاکلي هدف په بشپړولو کې له غوره لارو کار اخلي تر څو ټاکلی هدف بشپړ کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د