نظــر

نشنلیزم  يا ملت پالنه

د،ب ،هيښ

په پښتو کې متل دئ ، چې اول ځان دئ بيا جهان دئ .
موږ همیشه د  ځينو تيوريتيکي او اډيولوژيکي  لوړو خيزونو په اچولو خپلې پښې ماتې کړې او ځانونه مو خوږ کړل .

د  انترناسيوناليستي سوسياليستي ټولنې  جوړولو ( د جهان کارګرانو متحد شئ)، يا خلافت اسلامی د  برقرارولو په شعارونو  ،  خوبونو او خيالونو مو يوازې خپل ځانونه تباه کړي دي ، حال دا چې په خپله ګوډان او شلان  يو او دومره قوت او ظرفيت را په کې نشته چې په سمه هواره ځمکه تر نږدې ويالې ځان ورسوو، خپله تنده ماته کړو  . دنورو په ټيلو اولکڼو حرکت کوو ، خو خبرې  بيا فقط د لاپو اوباټو په داسې دايره کې کوو چې نه مرکز لري او نه يې شعاع معلومه ده .

مينه يو طبيعي پديده ده ، چې انسان  يې دخپل  انساني او محيطي ماحول سره  د فکري او فزيکي متواتر تماس او رابطې  ، عمل او عکس العمل ، راشه درشه  ،  تعامل او دروحي او جسمي تغذيې د ارضا   په اساس د هغه  د زېږېدو سره شروع کيږي  او تر مرګه پورې دوام کوي .

د ماشوم په زېږيدو اول دا رابطه او تماس  فقط دمور او دهغی دغېږې او تيو  سره وي ، ځکه هلته ورته سکون وي او دهغی نه تغذيه کيږي ،خو د زمان په تېريدو او دماشوم په لوييډو د پلار ،  وروڼو ، نورو خپلوانو ، کليوالو ، ښاريانو ، وطنوالو او بالاخره نظر په تماس او فکري_جسمي ودې  د ټول بشريت سره دا مينه  رشد کوي .مګر د ډيروالي او کموالي مقياس يې دانسان د تماس او رابطي په زياتوالي او لږوالي پورې تعلق لري ‌.

طبعاا د انسان تر ټولو زيات تماس او رابطه اول د مور او دمور داوسېدو د ځای يعنی کور سره  وي، نو مينه او علاقه ئی هم دمور سره ترنورو ډېره وي او بيا بالترتيب   دپلار ، کورنۍ ، خپلوانو ، آشنایانو ،کليوالو ،وطنوالو او انسانو سره .
دغه دئ د مينې او دهغی د پالنې راز ماهيت  او درجه بندي .

اوس که څوک ووايي چې زه دمور په کيسه کې نه يم او ماته بشريت اولویت لري ‌، يا زه اول جهان جوړوم او بيا خپل کور . داسې اشخاص يا دروغ وايي او يا د عقل د زوال سره مخامخ دي ، چې په دواړو صورتونو کې دحقيقت خلاف د سيند د طبيعي مسير  ډ حقيقت نه انکار او دبدلولو  دپاره بې ځايه زورونه وهي ، چې بې له غرقېدو او ناکامۍ بل څه متاع نه ترې حاصليږي .

هره مفکوره ، نظريه ، تفکر ، عقيده او اډيالوژي چې د افراط پولې ته تقرب کوي د انسان او ټولنې دپاره په مصيبت بدليږي ‌ او ټولنه د هلاکت لور ته سوق کوي ، چې لوی او  ژوندی مثال يې زموږ ټولنه او وطن دئ چې د افراطي  تفکر له لاسه لولپه شو .

نشنلیزم  يا ملت پالنه هم که د افراط او تعصب په زهرو ککړ شي لکه د المان د هټلر دوخت ناسيوناليزم او تفکر يې، بيانو دا نه يوازې د يوه ملت (Nation)د پاره فاجعه ده بلکې يوه جهاني تراژيدي ترې جوړيږي چې د ميليونو انسانانو په قتل عام او مرګ تماميږي ، لاکن که د خپلې جغرافيې په حدودو کې د خپل ملت سره د مينې او دهغی د خدمت په منظور وي بيا دا يوه ملي وجيبه ده چې د  اولس هر فرد يې بايد ادا کړي .

په همدې اساس نشنلیزم يا ملتپالنه هم تر هغه ځايه چې د نورو ملتونو د انساني او ملي حقونو د نقض کولو قصد ونه لري او د خپل ملت سره د مينې ، خدمت، دهغوی دازادۍ ، خپلواکۍ او د رفاه حاصلولو او ساتلو په بنياد وي ، دا نه تنها يو مجاز بلکې يو ضروري او طبيعي عمل دئ او د جهاني ميني يا انترنشنليزم په لوري (تر اوسه د خيال په دنيا کې ) اولينی مثبت قدم دئ .

يوه خبره بله هم واضح  کول ضرور دي او هغه داچې ځينې خلک ، مينه ، علاقه ، احترام او دهغوی پالنه د پرستش په مانا تعبيروي ، حال دا چې موږ مسلمانان يو او پرستش يا عبادت فقط د الله پاک  کوو او په دې عقيده لرو چې :

اياک نعبدو و اياک نستعين .له دې کبله  هر عاطفي او انساني دود او رواج چې د مينې او احترام اظهار په کې کيږي بايد د پرستش او عبادت درجې ته ونه رسول شي  او په دې بانه يې د ردولو او حراموالي فيصله و نه شي .

نو زما وطنوالو وروڼو !
د واژو ، اصطلاحاتو او مقولو په ظاهري شکل  جنجال ، بحث او مجادلو خپل قوت  مه مصرفوئ بلکې محتوا او منځپانګه يې په دقت  ډ خپلې توجه مرکز وکرزوئ او په دې ځانونه پوه کړئ چې د چا د خولې دکوم هدف دپاره کارول کيږي   .  د خيالونو او خوبونو  د رنګينې دنيا نه  د واقعيت  ميدان  ته راووزئ  او واقعيت دادئ چې ستاسو په دې کور کې اور بل دئ دهغی د ګل کولو د پاره اقدام وکړئ ، ځکه ددې اور خوراک فقط د همدې کور اوسيدونکي  دي  .

دا د بشر دوستۍ ، اسلامي ورورولۍ ، انساني همدردۍ او تعاون  خواږه ، جذاب ، کش کوونکي   او ځلوونکي  مفاهيم يوازې د شعار په مرحله کې دي او د بنيادمانو شعور يې لا نه دئ  تسخير کړئ ، که نه   د افغانانو  تراژيدي به دومره نه اوږدېدله .

نو په کارده چې اول د ځان غم وخورئ ، بيا د جهان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hidayat shinwaray

دیر علمی او مطلوبه تبصره دی کڔی.
وروره ځان دی را معرفی کڔه چی سره وپیژنو.

غ.حضرت

ښائسته لیکنه ده.
امّا د لیکنی د ورستی لنډی کرښی د څرنګوالی په هکله لنډه څرګندونه:
وروره موږ د خپل ځان غم خوړلو ته نه پریښودل کیږو او نه پریښودل سوی یو او داسی ښکاری چی نه به پریښودل سو نو د نورو د غم خوړلو توان به څنګه ولرو؟

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x