افغانستان په وروستۍ شېبو کې له هند څخه ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او هند لوبډلو ترمنځ د نړیوال جام په ترڅ کې سیالۍ ترسره شوه چې په کې افغان لوبډلې په وروستۍ شېبو کې ونشو کړای بریا خپله کړې وای.

د هند لوبډلې د ۲۲۵ منډو ټاکلي هدف بشپړولو کې افغان لوبډلې د محمد نبي په مرسته غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه خو په وروستي شېبو کې یې د ۱۱ منډو په توپیر ماتې وخوړه.

په یاده لوبه کې پچه ویرات کوهلي وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه چې افغان لوبډلې د مجیب الرحمن په مرسته غوره توپ اچونه ترسره کړه، هند لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ویرات کوهلي او کیدر جادو د نیمه سلیزو په مرسته «۲۲۴» منډې جوړې کړې.

د افغانستان لخوا مجیب په ۱۰ اورونو کې په یوې ویکټې اخیستلو سره یوازې ۲۶ منډې ورکړې، په همدې ډول محمد نبي او نائب ۲-۲، راشد خان، رحمت شاه او افتاب عالم ۱-۱ ویکټه واخیسته.

په ځواب کې د حضرت ځاځي لخوا ناسم پېل شو چې په ۱۰ منډو یې خپله ویکټه له لاسه ورکړه، وروسته رحمت شاه او شهیدي د ملګرتیا جوړولو کوښښ وکړ خو د زیاتو توپونو میس کولو وروسته دواړه په یوه اور کې د جاسپریټ بومرا ښکار شول.

د افغان لوبډلې لخوا محمد نبي په زړه پورې لوبه وکړه، نوموړی تر وروستیو شېبو ودرید خو کوم لوبغاړي یې په سمه توګه ملګرتیا ونکړه او له سخت فشار وروسته یې په وروستي اور کې چې ۱۲ منډو ته اړتیا وه ویکټه له لاسه ورکړه، نوموړي ۵۲ منډې جوړې کړې.

په دې لړ کې د هند لوبډلې مسلمان توپ اچونکي محمد شامي په وروستي پرلپسې درې ویکټو اخیستلو هیټریک هم بشپړ کړ، نوموړي محمد نبي، افتاب او مجیب په پرلپسې ډول وسوځول، دا د نړیوال جام لومړی هیټریک و.

په دې سره افغان لوبډلې که څه هم لوبه کې ماتې وخوړه خو هند ته یې یو وار بیا د ماتې ورکولو احساس ورکړ او راتلونکې لوبډلې چې پاکستان، بنګلدیش او ویسټ انډیز دي د خطر زنګ وواهه.

د هند او افغانستان لوبډلې ویډيویي لنډيز:

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د