افغانستان

پولیس وایي کابل کې تر ۸۰زره میله زیاته وسله له غیرمسووله اشخاصو سره ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ چنګاښ ۱۳۹۸ل): د کابل امنیه قومنداني وایي چې تر ۸۰زره میله زیاته سپکه او نیمه درنه وسله د غیرمسوولو اشخاصو له خوا ساتل کیږي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند سیدمحمد روشندل نن شنبه وویل چې د غیرمسوولو اشخاصو له خوا د وسلو ساتل د کابل پر امنیت منفي تاثیر کړی دی خو پولیسو د وسلو راټولول پیل کړی دی.

د روشندل په وینا د ځینو وسلو په اړه چې پخوا د ځینو ادارو له خوا توزیع شوې وې پولیس معلومات لري.

هغه وویل چې اوس دغه وسلې د “بدو” مقاصدو لپاره استعمالیږي او پولیس یې اوس بیرته راټولوي.

نوموړي همدا راز ادعا وکړه چې په دې وروستیو کې یې ځینې سرکرده مجرمین نیولي دي.

د یادونې وړ ده چې په کابل کې غلا، اختطاف، په زور د مالونو اخیستل د خلکو ورځنی ژوند خورا تریخ کړی دی چې ډیر وخت دغه غلاوې د نظامي لباس څخه په استفادې کیږي.

ولسمشر غني تیرکال ویلي وو چې چې امنیتي ادارو ته یې امر کړی څو د درې میاشتو دننه ټول غیرمسوول وسله وال خلع سلاح کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x