نړۍ

اسلام اباد: پوليسو يو ځل بيا د لال جومات نجونو مدرسه تړلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲چنګاښ، ۱۳۹۸ل):د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې پوليسو لال جومات ته څېرمه د نجونو مدرسه تړلې او هلته سلګونه نجونې زده‌کوونکې بندې پاتې دي.

د لال جومات د پخواني خطيب مولانا عبدالعزيز مېرمن او حفصه مدرسې مشرې ام حسان، رسنيو ته ويلي، سلګونه نجونې د لال جومات خوا ته مدرسه کې ديني زده‌کړې ترلاسه کوي، د جومات څنګ ته د وړو هلکانو مدرسه وه، خو د نجونو له زياتېدو سره دغه هلکان جومات ته تللي دي او دغلته يوازې نجونې سبق وايي.

ام حسان د لال جومات پر اوسني خطيب عامر صديق هم تورر لګولی، چې له ځايي چارواکو سره په ګډه ښځينه زده‌ کوونکو ته ستونزې راپورته کوي.

ام حسان زياته کړې، چې امنيتي ځواکونو نه يوازې دا، چې د نجونو زده‌ کوونکو د اوسېدو کوټې قلف کړي، بلکې مدرسې ته تللې ټولې لارې يې هم تړلي دي.

د هغې په وينا پولیسو دغو نجونو زده کوونکو ته د خوراک رسولو مخنيوی هم کړی، د هغوی د کورنۍ غړي ورسره خبرو ته نه پرېږدي او هلته د لوږې له امله د يو شمېر  نجونو وضعيت خراب شوی دی.

د اسلام اباد پوليسو يوه مشر عامر نيازي رسنيو ته ويلي، د لال جومات هېڅ برخه د  نجونو لپاره نه ده ځانګړې شوې او دوی ته امر شوی، چې دغه مدرسه وتړي.

حفصې مدرسې ته څېرمه ښځينه او سړي پوليس ځای پر ځای شوي دي.

حفصه مدرسه کې له درې زرو زياتې نجونې زده کړې کوي، خو د لال جومات اوسنی خطیب او پولیس وایي، چې مولانا عبدالعزيز او د هغه مېرمن ام حسان غواړي، د مدرسې د پراختيا لپاره د جومات خاوره لاندې کړي، خو پوليس يې د مخنيوي هڅه کوي.

د پاکستان د پخواني پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف د واکمنۍ پر مهال په ۲۰۰۷ کال کې هم پر دغه مدرسه په عملياتو کې سلګونه نجونې زده‌کوونکې وژل شوې وې.

هغه مهال جنرال  مشرف د لال جومات او حفصې مدرسې نړول او عمليات خپله لاسته راوړنه بلله، خو وروسته يې ترې انکار کاو.

د جمعيت علماء اسلام يوه مشر مفتي کفايت الله حکومت ته خبرداری ورکړی، چې د حفصه مدرسې له تنګولو لاس واخلي او په دې اړه د جنرال مشرف له اوسني حالته عبرت واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عماد

مسلمانان هر ځای مظلوم دي الله ج دې پرې ورحمیږي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x