
غزل/ شفاعت ریحان
شفاعت ریحان
مرګ او ژوند دی، انقلاب دی، د زړۀ سره!
راکړه غېږ، زړۀ مې بې تاب دی، د زړۀ سره!
راته و به کړي يوه نړۍ خبرې
ماسره زما کتاب دی، د زړۀ سره!
بېلتانۀ دي ځار اتله! پر ملا مات کړم
په ما هر ساعت عذاب دی، د زړۀ سره!
پام چې چوپ نه شې،خوږې خوږې يې وايه
ستا خبرو کې ثواب دی، د زړۀ سره!
ځه چې دواړه شهادت سره ياران شو
د يو بېل ژوندانه باب دی، د زړۀ سره!
زما درست کتاب پوښتنې ستا له سترګو
اوستا دوه توري ځواب دی، د زړۀ سره!
شفاعت دي درته بيا ډالۍ راوړې
په ورغوي يې ګلاب دی، د زړۀ سره!