خلیلزاد له طالبانو سره د اووم پړاو مذاکراتو د پیل وخت په ډاګه کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» له طالبانو سره د اووم پړاومذاکراتو وخت څرګند کړ.

خلیلزاد تېره ورځ په خپل ټویټر ولیکل « موږ به د خبرو نوی پړاو د روانې میلادي میاشتې په ۲۹ نېټه پیل کړو، له افغانستان او قطر څخه زما د وروستیو لیدنو په بنسټ ویلای شو چې، ټول لوري په مذاکراتو کې چټک پرمختګ غواړي.

د طالبانو او امریکا تر منځ اووم پړاو مذاکرات چې، پیل ته یې یوازې یوه اونۍ پاتې، د رغوونکو او له توافقاتو سره د مل مذاکراتو هیله ورته کېږي، طالبان هیله لري څو د اجنډا مطابق له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو او له دې هیواد څخه امریکا او نړۍ ته د خطر نه پېښېدلو دوه عمده موضوعات وروستي کړي او په همدې پړاو کې ورباندې توافق پاڼه ولیکل شي خو؛ زلمي خلیلزاد بیا څو ورځې وړاندې ادعا وکړه چې نوموړی یوازې د ذکر شویو دوو مسایلو په لټه کې نه دی بلکې د سولې لپاره په یوې داسې جامع تګلارې پسې راوتلی چې بین الافغاني مذاکرات او اوربند هم له ځانه سره ولري.

بل لور ته په یاد پړاو مذاکراتو کې داسې وخت د چټکۍ او سرعت غوښتنه کېږي چې، ملت د تېرو شپږو اوږدو پړاوونو مذاکراتو څخه ستړی ښکاري، یاد شپږ پړاوه مذاکرات که څه هم له پرمختګونو سره مل وو خو له دې امله چې په ملت باندې د جګړې ژرنده چلېده ملت د یوه بېړنۍ توافق په هیله باندې وو خو له دې امله چې په تېرو پړاوونو کې توافقات ونشول، افغانانو هیله درلوده څو مذاکرات چټک او له پرمختګ سره مل شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

وايي:« تاکه ترياق از عراق آورده شود مار گزيده کشته شود». بل وايي: « پر ښو تلوار او پر بدو تأمل». بل وايي:« الانتظار اشد من القتل». نو له دې د ۳۵ دېرشو ميليونو افغانانو د هر يوه په برخليک پوري تړلو خبرو څخه به زموږ د روزګان د خلکو په اصطلاح البته په ډېره بخښنه سره « د وښو غو نه جوړوئ». يا نر وو يا نر يا . دا ځل يې سمه ور سره معلومه کړئ، که په دغو ماتوسوو اشغالګرو کي د جنګ څه شومه لا پاته وي د خبرو د بندېدو اعلان دي وکړي. او تاسي… نور لوستل »

اختر محمد
میلمه
اختر محمد

مننه کوو شه مطلب دی

همدرد افغان
میلمه
همدرد افغان

کفار د جنګ بنسټګر دی دافعانستان ورانوونکی دی دافغان ولس سرخت دښمنان دی دافغان ولس د وینو څښوونکی دی د سولی ختموونکی دی د جنګ راوستونکی دی د کفارو توپ او ټانک دی جهازونه او جنګی طیاری دی په داسی حال کی چی د امریکی صلیبی جنګ د امریکی په تاریخ کی تر ټولو اوږد جنګ د ټرمپ جنګی سټراتیجی بیا هم دا جنګ افغانۍ معرفی کوی کفار د جنګ بنسټګر ځان دریمګړی حسابوی په افغانی خبرو د اصلی مسالی د اشعال اړخ بدلوی. اوس د افغانستان ټول ولس نر او ښځه د سر او مال قربانی ته تیار دی؛… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

سوله موله نشته آشنا. د طالب را کښل دی له حکومت سره بیا به جنګ له داعش سره وی تر څو طالبان پری ختم کړی. پاکستان هم اوس راځی شوی چی له طالبانو لاس په سر شی. منڅ کی صرف بیچاره نا پوه ولس دی چی په نوم د اسلام او مذهب وژل کیږی.