افغانستان

فیفا: د ټاکنو کمېسیون دننه اختلافات «سیاسي بحران» رامنځته کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۲ چنګاښ، ۱۳۹۸ل):په ازادو او شفافو ټاکنو د څار بنسټ «فیفا» وایي، د ټاکنو کمېسیون دننه پراخ اختلافات د بهرنیو کړیو لاسوهنې ته لاره پرانیزي او که حالت همداسې دوام وکړي سیاسي بحران به رامنځته شي.

یوسف رشیدي چې، تېره ورځ یې په کابل کې له رسنیو سره خبرې کولې وویل « د طرحو او پلانونو نشتون او د کمېسیون د غړو تر منځ اختلافاتو بې باورې رامنځته کړې او د ټاکنو کمېسیون دننه یې د بهرنیو کړیو لاسوهنې ته لاره پرانستې».

رشیدي زیاته کړه « حکومت او سیاسي ډلو د ټاکنو په کمېسیون کې لاسوهنه کوي چې له امله یې یاد کمېسیون دروند زیان ګالي او د سیاسي بحران لامل کېدلای شي».

د فیفا مشر داسې مهال د ټاکنو د کمېسیون دننه اختلافاتو ته اندېښمن دی چې، تېره ورځ د کمېسیون یوه چاراکي « عبدالله» له رسنیو سره په خبرو کې یاده کړه چې، ارګ او تر ولسمشر راچاپېره کړۍ یې په چارو کې لاسوهنه کوي او  ددوی د قانوني کړنو مخه ډب کوي.

عبدالله که څه هم د یوه مشخص کس نوم یاد نکړ خو ویې ویل؛ زموږ ځیني قانوني ګمارنې ځنډول کېږي خو ځینې نورې غیرقانوني ګمارنې بیا د ورځو په ترڅ کې ترسره کېږي او د ګمارنې حکم یې له ارګ څخه راځي.

د عبدالله په خبره؛ ارګ باید د ټاکنو د کمېسیون دننه له لاسوهنې او د فاسدو کسانو له ګمارنې لاس واخلي.

په ورته وخت کې؛ د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان هم د کمېسیون دننه اختلافاتو او لاسوهنې اندېښمن کړي، د صلح او اعتدال ټاکنیز ټیم ویاند وايي، د ټاکنو کمېسیون په چارو کې لاسوهنې د ټاکنو خپلواکي او استقلالیت تر پوښتنې لاندې راوستلی او د کمېسیون باور ته یې دروند زیان اړولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x