نړۍ

ترکیه: استنبول کې نن د ښاروالۍ «تاریخي» ټاکنې بیا ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ترکیې په استنبول ښار کې د ښاروالۍ «تاریخي» ټاکنې نن یو ځل بیا ترسره کیږي.

د روان کال د مارچ د میاشتې په ۳۱مه هم په ترکیه کې د ښاروالۍ ټاکنې وشوې چې د استنبول مهم ښار ټاکنې د خلکو جمهوریت ګوند کاندید د اردغان د ګوند عدالت او پرمختګ د کاندید مقابل کې په لږ توپیر سره وګټلې خو درې اونۍ وروسته د ترکیې د انتخاباتو کمیسیون دغه ټاکنې لغوه او د بیا ترسره کولو اعلان یې وکړ.

د اردغان ګوند د ترکیې د ښاروالۍ په ټاکنو کې د مرکز انقرې او درېیم لوی ښار ازمیر کې هم ټاکنې بایللې وې.

په استنبول کې بیا د عدالت او پرمختګ ګوند مخالف کاندید په ۱۳،۷۲۹ رایو باندې د ښاروالۍ ټاکنې وګټلې. د عدالت او پرمختګ ګوند په استنبول کې تقریبا دوه لسیزې مسلسل ټاکنې ګټلې وې.

د استنبول نوي ښاروال یواځې اتلس ورځې کار کړی و چې د ترکیې د انتخاباتو بورډ په استنبول ښار کې د بیا ټاکنو اعلان وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x