نړۍ

ایتوپیا کې د کودتا هڅه؛ څو لوړپوړي چارواکي وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ایتوپیا دولتي تلویزون وايي چې د امهارا ایالت کې کودتاچیانو د دغه ایالت مشر او مشاور د دفتر دننه وژلي دي.

تر دې وړاندې د ایتوپیا لومړي وزیر چې خپله هم زخمي وو ویلي وو چې د کودتا پر مهال د پوځ لوی درستیز چې د کودتا د ناکامولو هڅه يې کوله هم ویشتل شوې دی خو د ژوند او مرګ معلومات يې تر دې دمه نشته دی.

دغه کودتا د ایتوپیا د پلازمینې ادیس بابا شمال کې د امهار ښار کې د حاکم حکومت خلاف هغه مهال وشوه چې دولتي چارواکي په یوه دفتر کې د غونډې لپاره راټول شوي وو.

ایتوپیا کې د عبي احمد ګوند د تېر یو کال راهیسې حکومت کوي. د عبي حکومت د سیاسي اصلاحاتو په نتیجه کې سیاسي بندیان ازاد او پر سیاسي ګوندونو بندیز یې لرې کړ. هغه همدا راز هغه چارواکي چې د بشري حقونو په نقض تورن و محاکمه کړل.

د ایتوپیا په شمالي ایالت کې کودتا داسې مهال کیږي چې په تمه وه دغه هیواد کې به را روان کال ته پارلماني ټاکنې ترسره شي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x