افغانستان

کابل کې د بوکسنګ ملي فدراسیون عام منشي ترور شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ چنګاښ ۱۳۹۸ل): د بوکسنګ د ملي فدراسیون عام منشي حمیدالله حمیدي نن یکشنبه سهار مهال د نامعلومو وسله‌والو له خوا په کابل کې ترور شوې دی.

ښاغلی حمیدي د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوندهغه مهال د ناڅرګنده وسله‌والو له خوا و وژل شو چې له کوره د دفتر پر لوري روان و.

د کابل پولیس وايي چې د حمیدي د وژنې په اړه يې څېړنې پیل کړي دي. د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز په وینا د پېښې بررسي پیل شوې خو چې څه ډول دا پېښې رامنځته شوې او قاتلین څوک دي تر دې لا معلوم نه دي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د کابل امنیه قومندانۍ وویل چې یواځې په کابل ښار کې تر ۸۰زره میله زیاته وسله د غیرمسوولو اشخاصو له خوا ساتل کیږي چې همدغه وسله بیا د «بدو مقاصدو» لپاره استعمالیږي.

په کابل کې غلا، اختطاف، په زور د مالونو اخیستل د خلکو ورځنی ژوند خورا تریخ کړی دی چې ډیر وخت دغه غلاوې د نظامي لباس څخه په استفادې کیږي.

ولسمشر غني تیرکال ویلي وو چې چې امنیتي ادارو ته یې امر کړی څو د درې میاشتو دننه ټول غیرمسوول وسله وال خلع سلاح کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x