Mashoman12211

ماشوم احساس

مجیب الرحمن عمر

لکه یو کوچنی ماشوم

چې د مورجانې په فراق کې
معصوم لاس او پښې وهي.
چغې او نارې وهي
تر څپله مور د خپل محبت څخه خبره کړي.
او خپل نا قراره زړه ته تسلي ورکړي.
که څه هم ماشوم خپله مور په خپلو سترګو په شعوری ډول نه پیژني.

خو بیا هم خپلو سپیڅلو چغو او سلګو ته زور ورکوي.
هغه څوک خبروي چې دده زړه ته قرار ورکوي.
کله کله د داسې ماشوم فراق زم زم خوټوي.
کله کله صادق او کاذب شاهدي ورکوي.
کله کله د ام عبدالله زړه ته تسل ورکونکي خوږي کلیمې له خوله اوباسي
کله کله د تهمت په غیږ کې ګیر ابن جریس ته د برات سند ورکوي.
کله کله مورجانې ته د سرو اورنو په غیږ کې د سرو ګلونو زیری ورکوي.
او کله کله هم ستړی شي،معصوم او مظلوم آواز ته یې څوک لبیک ونه وایې.
ځان د خوب قاصدانو ته وسپاري،
له بې وفا دنیا سره د څو شیبو لپاره مخه ښه وکړي.

همدا رنګه……

زما په رګونو کې یو داسې نا قراره احساس ټوپونه وهي
لاس او پښې وهي،غواړي چې جهان خبر کړي،
د خپلو سویو چغو بدرګه غواړي
څیري ګریوان ګنډل غواړي،
د هجران او فراق په اور کې سوي ګریوان ته د رحمت باران غواړي.
کله کله د سپینو اوښکو په شکل اظهار شي
او کله نا کله په شعري کلماتو تر تاسي ملګرو در ورسیږي
دا که هر څنګه دي، دا زما د محبت هغه احساس وبوله
لکه یو ماشوم چې په خپله نیمه ژبه خپلې خوږې مورجانې ته وایې “مول جانې” مول جانې چیرته یې؟”
که څه هم مور جانه مول جانه نه ده
خو د ماشوم په مینه ناکه خوږه خوږه ژبه د “مول جانې مول جانې” خوږه کلیمه غرونه غرونه محبت د ځان سره لیږدوی.
او باید د زار او قربان په نارو بدرګه شي.
او کنه زمونګ لیوال او ناقرار احساس به د ګراني مور د دیدن په ارمان د ابد له قاصد سره ملاقي شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د