افغانستان

ازربايجان ته «۲۰۰۰» ټنه نورې هندوانې صادریږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق وايي چې ازربیجان ته تر ۲زره ټنونو زیاتو هندواڼو د صادرولو چارې پیل شوي دي.

ویل کیږي چې دغه هندواڼې به د فراه ولایت څخه هرات او بیا به د هرات له لارې ترکمنستان او آزربیجان ته ولیږل شي.

دا په داسې حال کې چې په هیواد کې د هندواڼو او نورو تازه میوو نرخونه په بې ساري ډول ښکته شوي دي چې له کبله یې دهقانانو ته خورا زیانونه اوښتي دي.

څو ورځې وړاندې ولسمشر غني د دغې ستونزې د جبران او د بازار د نرخونو د کنترول لپاره فرمان ورکړ چې د هرات او قندهار قول اردو دې د امنیتي ځواکونو په اعاشه کې د فراه میوې واخلي.

د افغانستان کرنې، آبیارۍ او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي چې سږکال تازه مېوو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله زیات و چې له همدې کبله يې نرخونه هم ښکته دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x