افغانستان

کندوز: امنیه قومندانۍ په انګړ کې سرباز خپل قومندان ویشتی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ چنګاښ ۱۳۹۸ل): د کندوز د امنیې قومندانۍ دننه د پولیسو د قرارګاه د ټولي قومندان خپل یو همکار پر ډزو ویشتی دی.

د کندوز د پولیسو ویاند سیدسرور حسیني ویلي چې د پولیسو د قومندان عبدالوهاب او د هغه د همکار عبدالواجد تر منځ لومړی لفظي شخړه شوې چې وروسته عبدالواجد وسله را اخیستې او پر ډزو يې د پولیسو د قرارګاه د ټولي قومندان وژلی.

هغه زیاته کړې چې عبدالواجد تر پېښې وروسته وتښتید او د امنیه قومندانۍ تر څنګ په کورونو کې یې پناه واخیستله.

د حسیني په وینا چې د تښتیدلي سرباز د نیولو لپاره هڅې روانې دي او پولیس کوښښ کوي څو د پېښې انګیزه او علت هم معلوم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x