ماليې وزارت: د یوولس ورزارتونو کارکوونکو ته «تشویقي معاش» لیږل شوې دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ماليې وزارت وايي چې ولسمشر غني له خوا د کوچني اختر په مناسبت تشویقي معاش يې د یوولس وزارتونو کارکوونکو ته لېږلی دی.

د ماليې وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې دوی د تشویقي معاش د اجراء په موخه د متحدالمال مکتوب له لارې ټولو دولتي ادارو ته خبر ورکړی و چې خپل اړوند اسناد د یاد معاش د اجراء په موخه مالیې وزارت ته را ولیږي.

خبرپاڼه زیاتوي چې تر دې دمه د عامې روغتیا، حج او اوقافو، ترانسپورټ، سرحدونو، قومونو او قبایلو، د ښځو چارو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، کانونو او پترولیم، اقتصاد او کرنې وزارتونو همداشان د لوی څارنوالۍ ادارې خپل اړوند اسناد مالیې وزارت ته را لیږلي دي او د دوی کارکوونکو ته تشویقي معاشونه اجراء شوي دي.

د مالیې وارت له پاتو ادارو غوښتي چې د خپلې تخصیص شوې بودیجې څخه د کارکوونکو د ۱۵ ورځو تشویقي معاش اجراء کړي او یاد وزارت به د کال د منځنۍ برخې په بررسۍ کې به اړونده بودیجه د دوی په واک کې ورکړي.

د مالیې وزارت ویلي چې د ولسمشر فرمان د هغو دولتي کارکوونکو لپاره د اجراء وړ ده چې د ملکي خدمتونو په بستو کې دنده اجراء کوي او د سوپر سکیل، مدد معاش، امتیازي، استثنایې معاشونه، کادري او نورو امتیازاتو څخه برخه من نه وي.

د ماليې وزارت د معلوماتو پر اساس د ولسمشر تشویقي معاش چې د کوچني اختر په مناسبت یې اعلان کړی و ۱.۷ میلیارده افغانۍ (۴۲۴ میلیونه ډالر) تخمین شوي دي چې د دولت د بودیجې څخه به ورکول کیږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د